BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:15 گرينويچ 2010 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسراروپرده: په خوب کې خرېدل

په خوب کې خريدل
په پزه ياستوني کې داضافي غوښې شتون هم په خوب کې دخرېدا لامل کيږي.
جمشيد او جميلې غوښتل، چې له شفيقې سره دپټ پټوني لوبه وکړي، خو هغې ويل، چې تېره شپه يې دترور لورمېلمنه وه، چې په خوب کې دخرېداله امله يې دا بې خوبه شوېده.

جمشېد دوی هم په خوب کې دخرېدلو په راز نه پوهېدل. دتروم په وهلويې پرده دار راوغوښت او خبره يې له هغه سره شريکه کړه.

پرده داردشعرپه ويلوپرده کش کړه، چې ترشااسد په خپل بڼ کې ويده او خرېده. پرده دار اسد له خوب نه راويښ کړ، چې ساه يې بنده نشي.

اسد په خوب کې دخرېدو دراز په اړه وپوښتل.پرده دار وويل، کله چې څوک ستوني ستاغ خوب يوسي، دستوني عضلې سستې او مخ په ځوړکيږي.

پدې حالت کې اکسيجن په سمه توګه سږو ته نه رسيږي اوکاربن ډای اکسايدهم له بدن نه نشي خارجېدلای .

په پايله کې يې عضلې يوپر بل لګيږي او ځانګړی غږ توليدوي، چې خلک يې خرېدل بولي.

ددې ترڅنګ په پزه ياستوني کې داضافي غوښې شتون هم په خوب کې دخرېدا لامل کيږي.

په خوب کې خرېدل
کله چې څوک ستوني ستاغ خوب يوسي، دستوني عضلې يې سستې اوخريږي.

ماشومانو له پرده دار نه د خرېدا دمخنيوي په هکله وپوښتل.پرده دار وويل، چې دوزن له زياتوالي دې مخنيوی وکړي.

ددې ترڅنګ دې له ډېر غټ بالښت نه ګټه نه اخلي، ستوني ستاغ دې نه بلکې هڅه دې وکړي، چې په يوه اړخ ويده شي.

دنري شمال لګېدل پرده دار دخپرونې د وخت پوره کېدوته متوجه کړ او له خدای پامانۍ سره يوځاې يې پرده هم بېرته کش کړه.

د کولمو چينجياسرارو پرده
د کولمو چينجي
شيرپېرهد اسرارو پرده
شيرپېره
ترموزد اسرارو پرده
ترموز
ککاود اسراروپرده
ککاو
له بوټې ترټوکرپورېد اسرارو پرده
سپين زر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>