BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:31 گرينويچ 2010 ,23 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: سپين زر

له بوټې ترټوکرپورې
تېل، مالوچ، تار اوټوکردپنبې له بوټي نه په څوپړاوونوکې ترلاسه کيږي.
رحيم په ورځپاڼه کې د" له بوټي ترټوکرپورې" دسرليک په لېدلو حيران و چې له بوټي نه څرنګه ټوکر جوړيږي. هغه له همايون اوشريفې نه وپوښتل خو هغوی هم نه پوهېدل.

رحيم دتروم په وهلو پرده دار راوغوښت. هغه دمنترپه ويلو پرده کش اوترشا يې ماشو ما نو په يوه ځای کې دپنبې انبارونه وليدل.

پرده دار د منتر په ويلو پنبه په خبرو راوستله. پنبې درحيم ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې پندانه(تخم) يې په پسرلې کې کرل کيږي.

ترکر (١٠) ورځې وروسته راشنه او(٧مه) مياشت حاصل ورکوي او د غوټيوپرمهال ډېرو اوبوته اړتيالري.

پنبې، چې ځنې خلک يې سپين زرهم بولي، دشريفې دپوښتنې په ځواب کې وويل چې ترپخېدو وروسته يې له غوټيوبېلوي اوفابريکې ته يې وړي.

وروسته پرده دار ماشومان د ټوکر اوبدلويوې فابريکې ته بوتلل او هلته يې دپنبې دپروسس يو غټ ماشين وليد.

ماشين ته يو اوږدنل راغلی و چې پنبه پکې په چټکۍ ماشين ته راتلله، پندانه او نور خس اوخاشاک ترې بېلېدل.

مالوچ
پنبه ترکر(١٠) ورځې وروسته راشنه ،(٧مه) مياشت حاصل ورکوي اوډېرو اوبو ته اړتيالري.

د پنبه دانې نه يې غوړي اېستل اوله پنبې نه په بل ماشين کې تاراو بياپه يوه ځانګړي ماشين کې ټوکر جوړېده.

ماشومان دپنبې دپروسس په ليدلو " له بوټي ترټوکرپورې" په مانا پوه اوپه خوشالۍ بېرته خپلوکورونوته ولاړل.

جل وهلد اسرارو پرده
جل وهل
دسارا بېړۍد اسرارو پرده
دسارا بېړۍ
تندهد اسرارو پرده
تنده
مسواکد اسرارو پرده
مسواک
کالدانهد اسرارو پرده
کا لدانه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>