 | | | د کالدانې د مخنيوي له پاره بايد د خپلو کورونو شاوخوا سيمې له خځلواو ناولتيا پاکې کړو. |
معاذ تروم وواهه، پرده دار راغی او تر روغبړ وروسته يې د راز دراسپړلو لپاره دواړو پردې ته شعر ووايه اوپرده کش شوه. د پردې ترشا پلوشه، جميله او وليددپلوشې مورته ورغلي وو څودپلوشې پرټنډه را ختلې دانه وګوري. دجميلې مور هغه کالدانې ته ورته وبلله چې ديوډول غوماشې ترچيچلو وروسته پيدا کيږي. پرده دار دوی هم نېږدې ورغلل. پرده دار ماشومان دکلي ترڅنګ دولاړواوبوډنډ اودخځلواچولو ځای ته بوتلل او ويې ويل چې دکالدانې غوماشې په همداسې ځايونوکې پيدا کيږي. وروسته پرده دار په جادويي چشموکې ماشومانوته دکالدانې خړرنګې غوماشې وښودې چې دانسانانواوڅارويو وينه يې څښله. پرده دار وويل چې دکالدانې غوماشې دورځې ويده وي اودشپې لخوا خپل خواړه پيدا کوي. د کالدانې د مخنيوي له پاره بايد د خپلو کورونو شاوخوا سيمې له خځلواو ناولتيا پاکې کړو. همداراز کړکيو ته جالۍ نيول او دخوب پرمهال له پشه خانوکار اخيستل ددې ناروغۍ په مخنيوي کې ډېر ګټور دي.  | | | دکالدانې دې پخپل سردرملنه نه کيږي بلکې ددې برخې موظف ډاکترته دې مراجعه وشي. |
کالدانه لومړۍ د انسان په بدن دکوچني سور رنګه بخارپه بڼه پيدا کيږي چې ديوې يا دوو مياشتو په موده کې دنخود ددانې په کچه غټيږي او درد هم نلري. دکالدانې دې پخپل سردرملنه نه کيږي بلکې ډاکتر ته دې ورشي. دپررده دار دخبروپه پای ته رسېدونري شمال دخپرونې دپای خبرورکړل اوپرده دار هم پرده بېرته کش کړه. |