 | | | دمسواک ونه په سعودي عربستان، مصر، سوډان او هندوستان کې پيدا کيږي. |
نجيب تروم وواهه ، پرده دار راغی اوپرده يې کش کړه چې ترشابې زينب او شکېب خپل غاښونه په مسواک مينځل خو نه پوهېدل چی مسواک له څه شي جوړيږي. له دې ځايه واورئ! نجيب او پرده دار هم نېږدې ورغلل او هغوی يې يوه مسواک پلورونکي ته بوتلل. مسواک پلورونکي وويل چې مسواک ديوډول ونې له رېښو جوړيږي. پرده دار وويل چې دمسواک ونه ارک نوميږي چې په سعودي عربستان، مصر، سوډان او هندوستان کې پيدا کيږي. ماشومانو په جادويي چشمو کې د مسواک ونه وليدله ،چې د انار ونې ته ورته وه. پرده داروويل چې دمسواک ونه په ګرموسيموکې کيږي او هميشه شنه وي. خلک دمسواک د ونې نازکې ريښې راباسي ،په اوبو يې پاک مينځي، بيا يې په ټاکلې کچه پرې کوي او په بازا رکې يې پلوري. داسلام سترپيغمبرحضرت محمد ( ص) فرمايلي : " که زما امت ته ستونزمنه نه وای ، له هر اودس نه مخکې يې بايد غاښونه په مسواک پاکولی". ماشومانو د مسواک د ګټو په اړه وپوښتل. پرده دار وويل چې مسواک وهل دثواب ترڅنګ دخولې بد بوی ورک او د خولې د ناروغيو مخنيوی کوي.  | | | خلک دمسواک د ونې نازکې ريښې راباسي اوترمينځلووروسته يې په ټاکلې کچه پرې کوي. |
لږ تر لږه دې د ورځې دوه ځلې دشپې ترويدېدومخکې اوسهار له خوب نه تر پاڅېدو وروسته غاښونه په مسواک پاک شي. دنري شمال په لګېدو دخپرونې وخت پای ته ورسېد. پرده داردماشومانوسره خدای پامانۍ ترکولو وروسته پرده يې بېرته کش کړه. |