زلمي اوسپوږمۍ دپرده دارپه ملتيا دپردې ترکشولووروسته په جادويي هنداره کې نويد وليد چې دجړو او خيرنو ويښتانو سره دويالې ترغاړې ناست و. له دې ځايه واورئ! په دې مهال يو بوتل، چې کوچنۍ پښې درلودلې ، پيدااو دنويدڅنګ ته ولاړ. بوتل ځان شامپووباله او ويې غوښتل چې دنويدويښتان پاک کړي. نويدترې پوښتل چې شامپوڅرنګه ويښتان پاکوي. شامپووويل چې له دوه ډوله موادو: پاکوالي او زياتوونکو موادو څخه جوړه شوې ده. پاکوونکي مواد (سورفکتانت) غوړ له منځه وړي اوپه زياتوونکو موادو کې عطر، د ويښتانو پاکوونکې اودحالت ورکولو مواد شامل دی. شامپو وويل چې لومړي دې يوه اندازه شامپو په اورغوي وموښي چې ښه ځګ وکړي بيا دې په ويښتانو وموښي .  | | | شامپو له دوه ډوله موادو جوړه شوې چې پاکوونکي او زياتوونکي مواد نوميږي. |
نويد په شامپو دخپلوويښتانوپه مينځلو بوخت اوهنداره وتړل شوه. پدې وخت کې دزلمي سترګې په يوه مجله ولګېدې . مجلې شامپودهندې ژبې لغت ( چامپا) باله چې دمساژ په مانا دی. دشامپوپه اړه دمالوماتوترورکولو وروسته پرده دار پرده کش اودماشومانوسره يې خدای پاماني وکړه. |