 | | | دنشه يي توکولوګی دخولې له لارې دنشه يي بدن ته ننوځي اوبيا وينې نه لار پيداکوي. |
جميلې او نعيم د تروم په وهلو پرده دار راوغوښت چې دشعرترويلو وروسته پرده کش اوترشا يې په يوه زړه کلا کې يو سړى پروت وليدچې ببرسراوخيرنې جامې يې درلودې. پرده دار هغه سړى پوډري وباله اوويې ويل چې پوډر څکوي. ماشومانووپوښتل چې خلک څرنګه په پوډرو اخته کيږي. پرده دار وويل چې زلمی هم پوډري شوی و. يوه ورځ ورته يوه توره بلا په خوب کې ورغله او ورته يې وويل: " زه هغه نشه يي مواد يم، چې ته مې هره ورځ څکوې ،څوک چې يو ځل ما وڅکوي بيا يې نه پرېږدم، تبا ه کوم يې." جميلې وپوښتل چې پوډرڅرنګه دانسان بدن ته ننوځي، پوډرو وويل: " زموږ لوګى د ستوني له لارې بدن ته ننوځې او د وينې له جريان سره يوځای کيږي. وروسته دا لوګى د رګونو پواسطه دانسان مغزو ته ځي چې مغز د څه وخت لپاره ورسره سم فعاليت نه کوي.  |  دنشه يي توکولوګی دنشه يي مغزهم دڅه مودې لپاره له فعاليت نه غورځوي.  |
کله چې زموږ د موادو نشه ختمه شي، وينه د ډېرې نېشې غوښتنه کوي چې پدې توګه خلک په نشه اخته کيږي." ماشومان سخت وېرېدلي وو او له پرده دارنه يې وغوښتل چې زلمى له دې بدې بلا وژغوري. پرده دار وويل چې زلمي دخپلې نېشې او خوب کيسه پلارته وکړه. پلار يې هغه يوکال دمعتادينوپه روغتون کې بستر اوله نشې وژغورل شو اوهوډيې وکړ چې بيا به هيڅکله نشه نه کوي. |