شکور او پرده دار اکا دپردې تر شا شيما او زر مينه په چندري کولو بوختې وليدلې. شيمادزرمينې د مخ اولاسونو خشکۍ ته حيرانه شوه. شکور او پرده دار هم دهغوئ څنګ ته ورغلل. پرده دار وويل چې د انسان د بدن پوستکی له دريو برخو څخه جوړ شوی دی: باندنۍ برخه، منځنۍ او داخلي برخه. باندنۍ برخه يې د پوستکي ساتنه کوي،منځنۍ برخه يې پوستکی مړاوی اوګونځې کوي. دپوستکي داخلي برخه له يو شمېر حجرو څخه جوړه شوې ده چې، د و ېښتانوله ريښواو وازګوله غدو څخه ساتنه کوي. کله چې دپوستکي پدې برخه کې د وازګو او اوبو کچه کمه شي، دانسان دبدن پوستکی وچيږي او خشکي پيدا کوي. پرده دار دماشومانودزياتومالوماتولپاره خپلې جادويي عينکې هغوئ ته ورکړې چې د زرمينې دلاس پوستکی پکې وګوري.  | | | د انسان د بدن پوستکی له دريو برخو جوړ شوی دی: باندنۍ، منځنۍ او داخلي برخه. |
ماشومانو وليدل ، چې اوبه د پوستکې له داخلي برخې نه منځنۍ برخې ته تلې خوهلته نښتو حجرو هغه په اسانۍ تېرېدوته نه پرېښودلې. بيايې د پوستکي باندنۍ برخه وليدله، چې وچه او چاودلې وه. وروسته ماشومانوخپل لاسونه غوړاو تودې بخارۍ ته کېناستل. هغوی وليدل چې لاسونه يې بېرته نرم اوتازه شول. پرده داروويل چې د پوستکي دتازه ساتلو لپاره هګۍ، سبزي، ميوه،شات او اوبلن خواړه وخوري. |