BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:17 گرينويچ 2009 ,02 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده : ټپ ( زخم )

ټپ

احمد د راز په اړه نه پوهېده دتروم په وهلو يې پرده دار راوغوښت او خبره يې له هغه سره شريکه کړه. پرده داردشعر په ويلو پرده کش کړه.

دپردې ترشاد ګلالۍ موردګلالۍ دپښې پرټپ دارو وهل او ګلالۍ ژړل. احمداوپرده دارڅنګ ته ورغلل، پرده دار هغه دپخپل سر داروڅخه منع کړه.

پرده دار وويل چې دډاکتر په مشوره په ټپ دارو وهل،دهغه پاک ساتل، دمکروب ضد دارو خوړل اوښه خوړاه دټپ په جوړېداکې پراخه ونډه لري.

احمدپوه شو چې راز هم دټپ دجوړېدا په اړه دی.پرده دار وويل چې ټپونه په دوو ډولونووېشل شويدي: شديد اوخفيف.

خفيف ټپونه ژر جوړيږي خودشديدو ټپونو جوړېدل ډېر وخت غواړي. که چېرې ټپ پاک ونه ساتل شي، مکروبي کيږي او دارو ژر پرې اثرنه کوي.

د ټپ شاو خوا بايد مرطوبه وي ،د وينې جريان يې بند نه شي او اکسيجن ورته ورسېږي. ټپي کس دې قوي خواړه وخوري.

ټپ
دټپ پاک ساتل، دمکروب ضد دارو خوړل اوښه خوړاه دټپ په جوړېداکې پراخه ونډه لري.

پدې کار سره دبدن مقاومت زياتيږي اودټپي ځای غوښې نېږدي کيږي اوسره نښلي، خود مکروبي ټپ شاو خوا سيمه پړسيږي اودرد يې هم زيات وي.

ټپي کس بايدپرته له ځنډڅخه ډاکترته ولېږدول شي . پدې وخت کې دپرده دار پام دوخت پوره کېدوته واووښت اودماشومانو په ملتيا يې پرده بېرته کش کړه.

غڼهد اسرارو پرده
غڼه
الوتکهداسراروپرده
الوتکه
داورېدوحسد اسرارو پرده
داورېدو حس
دوينې دوارن د اسرارو پرده
دوينې دوران
چرچرکداسرارو پرده
چرچرک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>