ژباړه: نصير احمد احمدي
|  |
يوه ورځ شکيبا او نسرينې د صندوقچې سرخلاص کړ چې يوې کوچنۍ حشرې ترې ټوپ کړ، هغوی حيران شول اودتروم په وهلويې پرده دار راوغوښت. دپردې ترکش کولو وروسته يې دپردې ترشا شکور وليد چې د ګل د يوه بوټي تر څنګ ناست دی او يوه غږ ته يې غوږ نيولی. نسرين او شکيبا وويل چې دوئ هم همدا غږ له صندوقچې څخه اوريدلی و. شکورهغه چرچرک وباله خو نه پوهېده چې څرنګه غږ باسي. پرده دار په جادويي چشمو کې ماشومانو ته چرچرک وښود چې اوږده ښکرونه يې درلودل اوغوږونه يې په پښوپورې نښتي وو. دچرچرک وزرونو د ارې په څېرکوچني غاښونه درلودل اوکله به يې چې يوله بل سره سولول،همداغږ ترې پيدا کېده. داغږيوازې نارينه چرچرک دښځينه چرچرک دپاملرنې دراګرځولولپاره باسي.پرده د لا زياتو مالوماتو لپاره دمنتر په ويلو چرچرک په خبرو راوست.  | | | دچرچرک وزرونه د ارې په څېرکوچني غاښونه لري چې يوله بله سره دسولولو پرمهال آوازتوليدوي. |
چرچرک دماشومانو ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هګۍ اچوي او له يوې اوونۍ وروسته په کوچني چينجي اوبيا په چرچرک بدليږي. چرچرک د ونو، بوټو او ګلانو له شېرې ګټه اخلي او کله چې د بلوغ سن ته ورسيدل الوتلی شي. دنري شمال په لګېدوپرده دار دماشومانوپاملرنه دووخت پوره کېدوته ور اړوي اوخپله په بېړه ځي چې پرده کش کړي. |