BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:16 گرينويچ 2009 ,27 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسراروپرده: څلريشت ساعته

څلريشت ساعته

شبنم اوشريف دپردې ترشا فهيمه ولېده چې ١٢ سپينې پاڼې يې يوې خواته او ١٢ تورې پاڼې يې بل لوري ته اېښې وې اوشمېرلې يې.

پر توروپاڼويې دشپې او پرسپينويې دورځې نوم اېښودلی و اودې پايلې ته رسېدلې وه چې يوه شپه او ورځ ٢٤ ساعته کيږي.

پرده دار دشريف اوشبنم سره دهغې ترڅنګ ورغلل. تر روغبړ وروسته فهيمې و پوښتل چې ولې يوه شپه اوورځ ٢٤ ساعته کيږي؟

پرده دار وويل هغه مهال ،چې ساعت نه و، خلکو دورځی اندازه دلمرله سيوري او شپه يې په آسمان کی دستورود موقعيت په بنسټ مالوموله.

دسهارله خوا دسيوري کموالی او له غرمې وروسته د هغه اوږدوالی دځمکی دحرکت ښکارندويي کوي چې شپه او ورځ (٢٤ ساعته) ترې پيداکيږي.

پرده دارپه ځمکه يوه داېره رسم کړه او هغه يې کال ونوموله. وروسته يې هغه په ١٢ برخو ووېشله او په هر برخه يې ديوې مياشتې نوم کېښود.

څلريشت ساعته
يومهال خلکو دورځی اندازه دلمرله سيوري او شپه يې دستوروله موقعيت څخه مالوموله.

شبنم وپوښتل چې مياشت دشپې او ورځې سره څه تړاو لري،پرده دار وويل چې مصريانو دقمري کال پربنسټ ورځ په ١٢ ساعتونو وېشلې وه.

وروسته يې شپه هم په ١٢ ساعتونو ووېشله چې شپه او ورځ برابر او څلريشت ساعته رامنځته شول.

وروسته تر هغې نورې نړۍ هم يوساعت ٦٠ دقيقې او شپه او ورځ يې ٢٤ ساعته ومنل.

دلاس اوپښې وديديدلداسرارو پرده
د لاس اوپښې ويديدل
پياز او اوښکه داسرارو پرده
پياز او اوښکه
دويښتانو سپينېدلداسرارو پرده
د ويښتانوسپينېدل
بادپکهد اسرارو پرده
بادپکه
ژړاداسراروپرده
ولې ژاړو؟
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>