کريم اوجمال په توپ لوبې کولې چې توپ يی د ونوشاته ولاړ، هلته يې په يوه ځناور سترګې ولګېدې چې اغزن بدن يې درلود. کريم له جمال څخه دهغه ځناور په اړه وپوښتل. جمال هم نپوهېده. تروم يې وواهه او پرده دار يې راوغوښت. پرده دار دشعر په ويلوپرده کش کړه چې ترشا يې زرمينه دهمدا شان يوه ځناور په ليدو بوخته وه. پرده دار هغه ځناور شيشګی وباله. هغه وويل ، شيشګی تي لرونکی ځناور دی چې دشپې له خوا په خوړوپسې وځي. زياتره په بڼونو اوځنګلونو کې اوسيږي. خواړه يې مار،ګونګټې، چينجي، حلزون ،چونګښې،څرمښکۍ، موږکان او مېوې دي او پخپله زېړ رنګ لري.  | | | په عادي حالت کې د شيشګي ويښتان نرم خو د خطر په مهال د اغزو په څېردريږي. |
شيشګی په ژمني خوب ويده او دکب له مياشتې څخه دزمري ترمياشتې له (٣) تر (٧) بچي زېږوي چې (١٨) ورځې وروسته يې بچي هم اغزي پيداکوي. وروسته پرده دار په جادويي چشموکې ماشومانوته شيشګی وښوده چې څرنګه له دښمن څخه خپل ځان خوندي ساتي. ماشومانو وليدل چې په عادي حالت کې دشيشګي وېښته نرم وي، خو چې دخطرسره مخ شي، وېښته يې داغزو په څېردريږي او په دښمن بريد کوي. |