BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:03 گرينويچ 2009 ,13 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده : ولې وږي کيږو؟

ولې وږي کيږو؟

فوزيه او بصيرپه لوبو بوخت ووچې بصيردوږي کېدو وويل. فوزيې دهغه دژر ژر وږي کېدو لامل وپوښت ، بصيرځواب ورنکړای شو.

دتروم په وهلو يې پرده دار راوغوښت او خبره يې له هغه سره شريکه کړه. پرده دار پرده کش کړه چې ترشايې يو بڼوال نيالګيوته اوبه ورکولې.

هغوئ وپوښتل چې ولې يواځې کوچني نيالګي خړوبوي، بڼوال وويل ځکه چې دلو يېدو په حال کې دي.

پرده دار د ماشومانومثال راوړ چې د ودې په حال کې وي او ژر ژر خوړلو ته اړتيا پيدا کوي.

پرده دار وويل د خوړو يوه برخه په بدن کې جذب او بله برخه يې په انرژۍ بدليږي او اضافي مواد له بدن څخه خارجيږي.

پرده دار له بڼوال څخه يوڅراغ راوغوښت او هغه يې روښانه کړ چې ديوڅه وخت تر تېرېدو وروسته څراغ مړشو.

ولې وږي کيږو؟
څرنګه چې ماشومان د ودې په حال کې وي، ژرژر وږي کيږي.

پرده دار تېل دڅراغ انرژي (قوت) وګڼله اوماشومانوته يې وويل کله چې لوبې يا کارکوي ، انرژي له لاسه ورکوي.

پدې حالت کې ماشوم ژرژر وږی کيږی او که حرکت يا لوبې ونکړي، بيا ژر دلوږې احساس نه کوي.

پدې وخت کې نری شمال ولګيد، پرده دار د ماشومانوسره په ګډه پرده کش کړه او خپرونه پای ته ورسيده.

څلريشت ساعتهداسراروپرده
څلريشت ساعته
دلاس اوپښې وديديدلداسرارو پرده
د لاس اوپښې ويديدل
پياز او اوښکه داسرارو پرده
پياز او اوښکه
دويښتانو سپينېدلداسرارو پرده
د ويښتانوسپينېدل
بادپکهد اسرارو پرده
بادپکه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>