BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:03 گرينويچ 2009 ,05 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده : دوينې دوران

دانسان په رګونوکې دوينې دوارن

احمد، فاطمې او پرده دار پرده کش کړه د پردې شاته د نبي ګوته وينې شوې وه ،ګلالۍ ورته تړله.

نبي وپوښتل چې د پښې په دومره کوچنۍ ګوته کې وينه له کومه کېږي.پرده دار،احمداو فاطمه يې خواته ورغلل.

پرده دار وويل چې وينه د انسان د بدن په هډوکو کې جوړه او د زړه په واسطه د بدن ټولو برخو ته په دوراني شکل وېشل کيږي.

وروسته پرده دار ماشومانوته په جادويي چشمو کې د انسان د بدن په اسکليټونو کې د ويني دوران وښود.

پرده دار وويل چې خواړه لومړی معدی ته ځي، قوت يې په کولمو کې جذب او د يوه رګ پواسطه وينه د انسان ځيګر ته لېږدي.

وروسته د زړه ښي دهلېز ته ورداخلېږي او د زړه له هر پمپ سره بېرته له زړه نه د يوه غټ رګ پواسطه سږوته دتصفيې په موخه ورځي.

هلته اکسيجن ورسره يوځای او د زړه کيڼ دهلېز ته ورځي او وروسته د زړه له پمپ سره د وينې دوران ته ورشاملېږي.

دانسان په بدن کې دوينې دوران
وينه د انسان د بدن په هډوکو کې جوړه او د زړه په واسطه د بدن ټولو برخو ته وېشل کيږي.

ماشومانودانسان په بدن کې دوينې د دندې په اړه وپوښتل ، پرده دارپه اسکليټ کې وينه په خبرو راوستله او ويې وويل:

" زه ديوشمېرنورودندوترڅنګ د انسان د بدن ټولو غړو ته اکسيجن او غذايي مواد رسوم او د بدن تودوخه ېي په يوه حال ساتم."

دنري شمال په لګېدو پرده دار دماشومانوپام دوخت پوره کېدوته ور واړاوه ، پرده يې کش کړه او خپرونه پای ته ورسېده.

چرچرکداسرارو پرده
چرچرک
لمر اودپوستکي تورېدلداسرارو پرده
ولې لمرپوستکی توروي؟
شيشګیداسراروپرده
اغزن توپ
ولې وږي کيږو؟د اسرارو پرده
ولې وږي کيږو؟
څلريشت ساعتهداسراروپرده
څلريشت ساعته
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>