BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:45 گرينويچ 2009 ,14 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسراروپرده: د پښو بد بوی

دپښوبدبوی

.پرده دار، مرضيې اوشبنم د پردې ترشا شريف وليد چې دپښودبدبوی د درلودلوله امله يې انډيوالانو په لوبوکې نه پرېښود.

پرده دا ر وويل چې د پښو بد بوی له هغو باکترياوو څخه پيدا کېږي ، چې د پښو له پوستکوسره وي.

دغه پوستکي په (٢٨) ورځو کې يو ځل نوي کيږي، زوړ پوستکی له باکترياسره يوځای په پښوپورې نښلي اود بد بوی لامل کيږي.

خوکه جرابی په پښوکړو دغه پوستکي په جرابو کې پاتې کېږي او له مينځلو سره له مينځه ځي. شريف وويل چې دجرابوسره يې هم پښې بوی لري.

پرده دار وويل چې د انسان بدن دوه ډوله خوله کوي، هغه چې ټول بدن کې پيدا کېږي،بله هغه چې په تخرګونو، د ورنونو په قاتونو او پښو کې پيدا کېږي.

کله چې عادي خوله له دويم ډول خولو سره يو ځای شي،دباکتريا دمينځته راتلولامل کيږي چې بد بوی پيدا کوي.

دپښوبدبوی
د پښو بد بوی له هغو باکترياوو څخه پيدا کېږي، چې د پښو له پوستکوسره وي.

پرده دار په جادويي عينکو کې بوټ او جرابې ماشومانو ته ورښودلې، چې دمينځلوپه پايله کې يې بد بوی ورک شو.

شريف هم خپلې پښې او جرابې و مينځلې. پرده دار ماشومانوته وويل چې هر درې ورځې وروسته دې جرابې ومينځي او له بوټانو سره دې لمر ته کيږدي.

که له دې سره يې د پښو بوی ورک نه شو په مالګه دې ومينځي او يا دې ډاکټر ته ولاړ شي.

ټپد اسرارو پرده
ټپ ( زخم )
غڼهد اسرارو پرده
غڼه
الوتکهداسراروپرده
الوتکه
داورېدوحسد اسرارو پرده
داورېدو حس
دوينې دوارن د اسرارو پرده
دوينې دوران
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>