شبنم او ميوند په کور کې يو ه پلاستيکي کڅوړه وليده چې پلاريې له بازار نه راوړې وه ، شبنم پرې دمالګې ګومان وکړخو ميوندهغه اوړه وګڼل. د تروم په وهلويې پرده دار راوغوښت چې دپردې تر کش کولو وروسته هغوئ دپردې ترشا ګلالۍ اوجمشېددسهار دچاى دڅښلوپه مهال وليدل. ګلالۍ دجمشېدترمخې دوچوشيدو يوګيلاس کېښود خوجمشېديې له څښلوډډه وکړه او ويل يې چې دغوا شيدې يې خوښيږي. ګلالۍ وويل چې وچې شيدې هم له تازه شيدو جوړيږي، خو جمشېد يې خبره ونه منله اوټينګاريې کاوه چې وچې شيدې له اوړو څخه جوړيږي. شبنم دوی پوه شول چې راز هم د وچو شيدو په اړه دى. پرده دارپه جادويي جام کې دوچوشېدو دجوړولو کارخانه هغوئ ته وښوده. ماشو مانو يوشمېرکارګران وليدل چې سپينې چپنې يې اغوستې وې. په کارخانه کې تازه شيدې په ځانګړو نلونوکې بېلرونوته ورتللې.  | | | د شيدوڅښل دانسان دبدن اړتيا اودهډوکوپه پياوړتيا کې ځانګړی رول لري. |
هلته په بېلرونوکې همدا شيدې ايشول کېدلې او بيا په تودو فولادي تختوباندې اچول کېدې او اوبه يې په بخار بدلېدلې. تر دې پړاو وروسته تازه شيدې په پوډرو بدلېدلې اوبيا دا پوډرپه ځانګړوپاکټونو کې اچول کېدل اوبازارته دپلورلو لپاره وړل کيدلې. دنري شمال په لګېدلو پرده دار ماشومانوته دوخت دپوره کېدو وويل له هغوئ سره ترخداى پامانۍ وروسته يې پرده کش کړه. |