پرده دار د تروم په وهلو پرده کش کړه، جاويد دپردې ترشا فاطمه او جمال په يوه کرونده کې وليدل چې اوربوزونه يې تړلي وو. جمال د جاويد ديوې پوښتنې په ځواب کې داوربوزونو تړل په يوه نوي والګي داخته کېدومخنيوی وباله. پرده دار د اناروغي دسرکوزي والګی يادکړ چې وايرس يې د ټوخي، پرنجي او هوا له لارې روغوکسانو ته ورځي اوپه ککړه هوا کې هم ډېر وي. پرده دار دماشومانودلا زياتومالوماتولپاره په جادويي چشموکې په هواکې دشته ويرسونوترڅنګ دسرکوزي وايرس هم وروښود. د سرکوزي وايرس دماشومانوديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې له څاروي نه څاروي ته، له څاروي نه انسان اوله انسان نه انسان ته لېږدي. وايرس وويل: "موږدانسان دټوخي، پرنجي او لاس ورکونې څخه ژر سرايت کوو. همداراز موږ پر هرهغه لوښي يابل شي باندې پاتې کېږو چې پدې ناروغۍ اخته کس پرې لاس وهلی وي. کله چې روغ انسان له هماغه شي يا لوښي سره اړيکې ټينګې کړي، موږ هغه ته هم لېږدو. خو ځينې تدابيرو زموږ دخپرېدومخه ډب کوي."  | | | په پاکواوبو او صابون دلاسونومينځل دسرکوزي دوالګي په مخنيوي کې ګټور دي. |
پرده دار په ماسک ياپاک دستمال دخولې او پزې تړل ،مايعات خوړل او هميشه په پاکو اوبواوصابون دلاسونومينځل ډېر ګټور وګڼل. پۀ ماشومانو کې ددې ناروغي نښې ژر ژر ساه ويستل، د پوستکي او شونډو رنګ تورېد ل، بې اشتهايي، کانګې،شديده تبه ، ټوخی اونس ناستی دی. پدې ناروغۍ اخته کسان بايد پرته له ځنډه ډْاکترته مراجعه وکړي. پرده دار دوخت په پوره کېدوپرده کش اوله ماشومانوسره يې خدای پاماني وکړه. |