BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:00 گرينويچ 2010 ,22 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: مرچکی

مرچکی

داځل پرده دار د جواد په ملګرتيا دشعر په ويلو پرده کش کړه چې ترشا يې اکرم، نجيبې اوسارا هګۍ پخې اوډېر مرچکى يې پکې اچولى و.

مرچکي دهغوي خوله ترخه اوپوښتنه ورته پيداشوه چې مرچکی ولې خوله ترخوي.پرده داردوی هم دهغوی څنګ ته ورغلل.

پرده دار په مرچکي کې د "کاپسايسن " په نامه د يوډول کيمياوي موادو دشتون وويل موجود چې ډېرتريخوالی لري اودانسان خوله ترخوي.

دشيانوتريخوالی په ژبه کې دکوچنيوتېغنوپواسطه مالوميږي. پرده دارماشومانوته په جادويي چشموکې خپله ژبه وښودله.

په ژبه کې کوچنۍ تېغنې ښکارېدې چې په بېخ کې يې رېښې درلودلې اودې رېښو دسرله مغزسره تړاودرلود.

کله چې انسان کوم خوراک کوي،دا رېښې مغزته خبر ورکوي چې په پايله کې يې انسان دژبې پواسطه دهغه شي خوندمالوموي.

مرچکی
دخوراکي شيانوخوند په ژبه کې د کوچنيو تېغنو پواسطه مالوميږي.

د هر خوند دمالومولولپاره په ژبه کې بېلابېلې تېغنې اوځايونه موجود دي. دژبې برسېره شونډې او سترګې هم يو لړعصبي رېښې لري.

دا رېښې هم دشيانوتريخوالى او تريوالى مالومولى شي.که چېرې مرچکې دچاخوله ترخه کړې، شېدې، مستې، خواږه ياهم غوړ خواړه دې وخوري .

پېروید اسرارو پرده
پېروی
واورهد اسرارو پرده
واوره
پوستکی د اسرارو پرده
پوستکی
لمريزه برېښناد اسرارو پرده
لمريزه برېښنا
وچې شيدېد اسرارو پرده
وچې شيدې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>