پرده دار اونعيم دواور ې دراز دموندلو په موخه پرده کش کړه چې ترشا يې زلمي، ګلالۍ او تورپيکۍ په واورو کې لوبې کولې. هغوی ته دواورې دپيدا کيدو دڅرنګوالي په اړه پوښتنه پيداشوه خو يوهم سم ځواب پيدا نه کړ. پرده دار اونعيم هم ورغلل. پرده دار وويل چې واوره په فضا کې د سمندرونواو سيندونو د اوبو له بخار اتونه جوړېږي. پرده دار دماشومانودزياتومالوماتو لپاره هغوئ په جادويي غالۍ کېنول او دفضاترټولو سوړځاى ته يې ورسول. پرده داردا هماغه ځاى وباله چې واوره،باران او ږلۍ پکې جوړيږي. ماشومانوله سيندونو اوسمندرونوڅخه راپورته شوى تف او بخاروليدل. کله به چې تف او بخار سو ړ ځای ته ورسېد ، د دوړو او خاور له ذرو سره يو ځای کيده اوبيابه ترېنه داوبويخې ټوټې جوړېدې.  | | | واوره په فضا کې د سمندرونواو سيندونو د اوبو له بخار اتوڅخه جوږېږي. |
پرده دار وويل چې له دې بخاراتونه په ګرمۍ کې باران او ږلۍ جوړه او چې وزن يې زيات شي دځمکې په لور ځي اوپه ژمي کې دواورې په بڼه اوري. پرده دار اوماشومان هم ديخ له همدغوټوټو سره ورو ورو راکوزېدل او په لاره کې يې ولېدل چې دهواد ګرمېدوسره د يخ ټوټې په واوره بدلې او ځمکې ته راغلې. ځمکې ته درارسېدو سره سم نري شمال پرده داردوخت پوره کېدوته متوجه کړ او په بېړه يې پرده بېرته کش کړه. |