BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:17 گرينويچ 2010 ,03 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: کونګ

کونګ
د کونګ سترګې (١٠) زره غدې لري چې د شيانو په ليدو کې ورسره مرسته کوي.
زرمينې شاکر ته وويل ، چې تېره شپه يې په کنډواله کې کوچني،کوچني داسې څراغونه وليدل چې د مرغانو په څېر هر لور ته الوتل .

شاکر د تروم په وهلو پرده دار راوغوښت چې دپردې ترکش کولو وروسته دځنګله په لور يوه دروازه پرانيستل شوه چې په ونوکې يې سره ګروپونه ښکارېدل.

په دې مهال يوغږ واورېدل شو چې ځنګله ته يې دهغوئ دراتګ هرکلى وکړ. ماشومان ووېرېدل خو پرده دارهغه آواز دکونګ وباله.

ماشومانو دجادويي چشمو پواسطه کونګان وليدل، چې پلن وزرونه، غټ سر،سرې سترګې اوغټ غوږونه يې درلودل.

پرده دا ر په نړۍ کې د (١٣٠) ډوله کونګانودشتو ن وويل. يوه کونګ وويل چې سترګې يې يوډول کيمياوي موادلري.

دا مواد يې په سترګو کې رڼا پيدااو دشپې په تياره کې هرڅه ليدلى شي. د کونګ سترګې (١٠) زره غدې لري چې د شيانو په ليدو کې ورسره مرسته کوي.

کونګ
دکونګ سترګې يوډول کيمياوي موادلري چې دشپې لخوا رڼا توليداوهرڅه پرې ويني.

ماشومانو له کونګ نه وپوښتل، چې ولې د ورځې نه ګرځي؟ کونګ وويل چې ددوئ سترګې پخپله رڼا لري او دلمر رڼا ورته زيان رسوي.

کونګ د ورځې په کنډوالو او سوريو کې پټېږي او د شپې له خوا ځان او بچو ته خواړه پيدا کوي او خوراک يې مو ږکان ، ماشي مږې او نور حشرات دي.

کونګ کولی شي خپل سر تر(١٨٠) درجو پورې وګرځوي. دا مارغه هګۍ اچوي چې وروسته له څو اوونيويې بچي ترې پيدا کيږي.

مرچکید اسرارو پرده
مرچ
پېروید اسرارو پرده
پېروی
واورهد اسرارو پرده
واوره
پوستکی د اسرارو پرده
پوستکی
لمريزه برېښناد اسرارو پرده
لمريزه برېښنا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>