 | | | دځوانکو پخپل سر درملنه مه کوئ اوهغه سورۍ کوئ هم مه، ځکه چې داغ يې پاتې کيږي. |
دپردې ترکشولو وروسته حميد،ليلااوپرده دار دپردې ترشا دحميد مور وليده چې دخپلې لور، نسيمې دمخ پر راختلودانويې دارو وهل. پرده دار هغه دانې ځوانکې وګڼلې اوماشومان يې له ځان سره يوې چينې ته بوتلل چې څوتنونورو ماشومانو پکې لامبل. نسيمې له يوه هلک نه دچينې په اوبو کې دهغه دلامبلو لامل وپوښت. هلک وويل چې دچينې اوبه يې ځوانکې ښې کوي. پرده دارپه جادويي چشمو کې ماشومانو ته دمخ ځوانکې وښودې چې د پوستکي لاندې د وېښته تر څنګ زېړې ځوې راټولې او دانه ترې جوړه شوې وه. پرده داروويل چې دنوې ځوانۍ په دوره کې د انسان د بدن غوړ مواد د بدن د هغو غدو له لارې د باندې راوځي چې د پوستکي له وېښتانو سره نښتې وي کله چې دغه غوړمواددويښتانو د سوريودبندښت له کبله ونشي کړای دباندې راووځي، په جلدځوانکې پيداکيږي. ددې ستونزې دحل لپاره ښايي خلک ډاکتر ته ولاړشي اوپخپل سر يې درملنه ونکړي اوهغه دې سورۍ کوي هم نه ځکه چې داغ يې پاتې کيږي.  | | | د چاپرمخ که ځوانکې وي خپل مخ دې دورځې کم له کمه دوه ځلې په تړمواوبو ومينځي. |
مخ او وېښتان دې غوړ نه شي، دترخو اوډېروخوږو خوړو دې ځان وساتل شي اوکم له کمه دې دورځې دوه ځلې مخ په تړمواوبو ومينځل شي. دنري شمال په لګېدو دپرده دار پام دوخت پوره کېدو ته واوښت او له ماشومانوسره ترخدای پامانۍ وروسته يې پرده کش کړه. |