 | | | ښځينه واينې درورځې(٣٠) زره هګۍ اچوي او خوځېدلی نشي. |
دپردې ترکشولو وروسته پرده دار،نويداوپلوشې په يوه ځنګله کې آرش وليد چې يوې ونې ته يې ويل چې ور دې ورته پرانيزي څودواينه ووکور وويني. پرده داراوماشومان هم نېږدې ورغلل. پرده داردماشومانودمالوماتولپاره دمنتر تر ويلو وروسته ماشومان کوچني اود واينه ووکورته دننه کړل. ماشومانو وليدل چې يوشمېرواينې ژېړرنګ او ښکرونه لري اود يوشمېرنورو يې سپينې خولۍ پرسراود ماڼۍ دېوالونه جوړوي. پرده دار وويل چې واينه خپل کورونه له زدول شوو لرګيو او د ونې يوه برخه خالي او د خپلو فاضله موادو سره ترې د ماڼۍ دېوالونه جوړوي. ماشومان دزياتومالوماتولپاره دواينه ووملکې ته ورغلل. هغې وويل چې ښځينه واينې هره ورځ(٣٠) زره هګۍ اچوي او خوځېدلی نشي. دنارينه واينه وودنده دخوړوپيداکول دي او خوراک يې ميږيان، د ونو لرګي او سرېښ دی.  | | | يوشمېرواينې ژېړرنګ او ښکرونه اويوشمېر يې سپينې خولۍ لري اود ماڼۍ دېوالونه جوړوي. |
کله چې دواينه ووماڼۍ ته کوم دښمن راشي،ساتونکي خپل سرونه له ماڼۍ سره جنګوي څوملکه خبره شي. ملکې خپل دښمنان غڼې، سمسارې، ميږيان او نو ر وبلل اوپرده داردمنترپه ويلو ماشومان بېرته دواينه ووله کورنه بهراوخپل عادي حالت ته يې راوګرځول . |