BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:31 گرينويچ 2010 ,18 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: پسرلی او شنه بوټي

پسرلی اوشنه بوټي
په هره سيمه کې چې هواژرګرمه شي، هلته بوټي هم ژر راشنه کيږي.
نسيمې اوفريدې دپردې ترشا په شنوپټيوکې لوبې کولې چې پدې وخت کې نسيمې له فريدې نه په پسرلي کې دشنوبوټودزرغونېدوپه اړه وپوښتل خو هغه نه پرې پوهېده.

نورګل اوپرده دار اکا نيږدې ورغلل اوپرده دار هغوی ته يې وويل چې نباتات په دريو ډلو ويشل کيږي: ونې ، نيمه ونې او بوټي.

بوټي په درې ډوله دي: يو کلن ، دوه کلن او څو کلن. يو کلن بوټي د يو کال په اوږدو کې تخم توليدوي او عمر يې پای ته رسېږي لکه: غنم، جوار، وربشې .

دوه کلن بوټي د دوو کالو په اوږدو کې تخم توليد او له منځه ځي لکه يوشمېرګلان. اودريم يې څو کلن بوټي دي لکه : ګني، ګندنه او دې ته ورته نور.

کله ناکله ځني تخمونه نه راشنه کيږي. ددې رازدمالومولولپاره پرده دار دمنتر په ويلو يوتخم په خبروراوست.

تخم وويل چې وروست ياهم خام تخم نه شين کيږي خوروغ تخمونه ژمی ترځمکې لاندي وي چې دپسرلي دبارانونو اوهوادتودېدوله امله راشنه کيږي.

که د څو کلنو بوټو ريښې ژوندۍ وي، هغه هم په پسرلي کې راشنې کيږي او په هره سيمه کې چې هواژرګرمه شي، هلته بوټي هم ژر راشنه کيږي.

پسرلی اوشنه بوټي
بوټي په درې ډوله دي: يو کلن ، دوه کلن او څو کلن بوټي.
:
وروسته پرده دار ماشومان يوې سړې سيمې ته بوتلل اوهلته يې په جادويي چشموکې هغوی ترځمکې لاندې نوي راشنه کيدونکي بوټي وښودل.

دنري شمال په لګېدو دخپرونې وخت پوره اوپرده داردپردې په بېرته کشولوکې بيړه اوله ماشونوسره يې خدای پاماني وکړه.

شامپو پرده اسرار
شامپو
شخص معتاد پرده اسرار
هيروئين
جُغد (بوم) پرده اسرار
جُغد (بوم)
مرچ پرده اسرار
مرچ
قيماق پرده اسرار
قيماق چگونه حاصل می شود؟
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>