 | | | دمسواک رېښې له غاښونودډوډۍ پاتې شونې او خواږه له منځه وړي اوغاښونه په امن کې ساتي. |
شکېب او پرده دار دپردې ترشا شبنم وليدله چې د ښاپېرۍ د غاښودسپينوالي ستاينه يې کوله. ښاپيرۍ دخپلوغاښونو دپاکوالي لامل له مسواک نه کار اخيستل وګڼل. دشبنم باورنه کېده . پرده دار او شکېب هم نېږدې ورغلل. پرده دار مسواک ديوډول مکروب وژونکو موادو درلودونکی وباله. نوموړي دماشومانو دلازياتو مالوماتولپاره له خپل جېب نه يومسواک راوويست او دمنترپه ويلويې په خبرو راووست. ماشومانوله مسواک نه دغاښونودپاکوالي دلامل په اړه وپوښتل. هغه وويل چې مسواک په خپل ترکيب کې يو ډول کيمياوي موادلري. دامواد دکلسيم،سليکان او فلورايدپه نامه ياديږي چې دمکروبونود وژلوترڅنګ غاښونه سپينوی اودخولې بدبوی هم له منځه وړي.  | | | مسواک دکلسيم،سليکان او فلورايدپه نامه کيمياوي موادلري چې غاښونه سپينوي. |
مسواک دشکېب ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دمسواک دسمې کارونې په پايله کې دمسواک رېښې له غاښونودډوډۍ پاتې شونې او خواږه له منځه وړي او پدې ډول غاښونه له خرابېدو او درد نه په امن کې ساتي. دپرده دارددويم ځل منترپه ويلود مسواک خبرې بندې او دنري شمال په لګېدلوپرده دار پرده کش اوله ماشومانو سره يې خدای پاماني وکړه. |