 | | | کله چې په وينه کې دابواندازه کمه شي، دمالګې کچه زياته اوانسان دتندې احساس کوي. |
احمد د تروم په وهلو پرده دار راوغوښت او دپردې ترکشولو وروسته يې دپردې ترشا ګلالۍ او جاوېد په کاربوخت وليدل چې ډېرې اوبه يې هم څښلې. ګلالۍ ته پوښتنه پيدا شوه چې ولې سړی تږی کيږي، جاوېدته دتندې راز مالوم نه و . پرده دارته دوی هم نېږدې ورغلل . پرده دار وويل چې دانسان تر نيمايي نه ډېربدن له اوبو څخه جوړ شوی دی. کله چې په بدن کې داوبوکچه کمه شي، بدن نورواوبوته اړتيا پيدا کوي. پرده دار دماشومانودزياتومالوماتولپاره هغوی ته په جادويي چشمو کې دانسان بدن وښود چې څرنګه اوبوته اړتيا پيدا کوي. ماشومانودانسان په بدن کې خالصې اوبه ونه لېدې. پرده دار وويل چې اوبه دانسان دبدن په غوښه، وازګې، وينې، هډوکو او مغزو کې وي. ماشومانووليدل چې وينه د انسان د بدن په رګونو کې جريان لري او وازګه اوغوښه هم دمايعاتوپه څېرښکاري. پرده دار ماشومانو ته وويل چې دانسان بدن دخولوکولو، ډکواوتشومتيازو له لارې اوبه له لاسه ورکوي.  | | | کله چې په بدن کې داوبوکچه کمه شي، بدن نورواوبوته اړتيا پيدا کوي. |
د انسان په وينه کې داوبو ترڅنګ مالګه هم شته. کله چې په وينه کې دابواندازه کمه شي، دمالګې کچه زياته اوانسان دتندې احساس کوي. د انسان په مغزکې د تندې يو مرکز شتون لري چې دوينې دکنترول دنده هم ورپه غاړه ده.دامرکز لومړی دستوني شاتنۍ برخې اووروسته مغزته له تندې خبر ورکوي چې انسان اوبوڅښلوته اړکيږي. |