 | | | د اوړي په سره لمر کې لوبې کول اوګرځېدل دانسان دجل وهلو لامل کيږي. |
جمشيد او زلمي په ګرمه هوا کې لوبې کولې چې ناڅاپه د زلمي سر ورګرځېد اوپرځمکه پرېوت. جمشيد د هغه پرمخ اوبه وشيندلې. زلمي دتروم په وهلوپرده دار راوغوښت چې دپردې ترکش کولو وروسته يې دپردې ترشا خليل وليدچې په کوټه کې پروت و او مور يې ورته پر سر لوند دستمال اېښی و. پرده دارد هغه دناروغۍ وپوښتل، خليل په لمر کې د اوزو دڅرولو پرمهال دبې هوښه کېدو وويل چې وروسته ډاکتر دهغه ناروغي جل وهل ګڼلي وو. ماشومانووغوښتل چې دجل وهلوپه راز باندی پوه شي. پرده دار په جادويي هنداره کې هغوی ته دانسان دبدن جوړښت وښود. ماشومانو وليدل چې د وجود اوبه له وينې سره ګډيږي او حرکت کوي. پرده دار د وجود (٧٠) سلنه برخه اوبه وبللې. که چېرې اوبه ونه څښو د بدن اوبه کمې او و ينه ټينګيږي، چې په پايله کې يې دپوستکي مسامات (سوري) تنګ او انسان جل وهي.  | | | که اوبه ونه څښو و ينه ټينګه او په پايله کې يې دپوستکي سوري تنګ او جل مو وهي. |
پرده دارد ماشومانود لا زياتو مالوماتو لپاره هغوی د کابل داندراګاندي روغتون ته بو تلل او خبره يې له ډاکتر ظفر حيدرخېل سره شريکه کړه. هغه د اوړي په ګرمه هوااو لمرکې لوبې کول او ګرځېدل ددې ناروغۍ دپيدا کېدو لامل وګاڼه. پدې ناروغۍ اخته کسان دې مايعات ډېر وخوري اولمرته دګرځېدا پرمهال دې ځان دلمر له مستقيمووړانګو وساتي. |