BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:10 گرينويچ 2010 ,24 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: دسارا بېړۍ

دسارا بېړۍ
اوښ هغه حيوان دی چې تر (١٠) ورځوپورې په دښتوکې پرته له اوبو اوخوړو ژوند کولای شي.
نويدله خپل انډيوال، نجيب نه دهغه حيوان په اړه وپوښتل چې څوپرله پسې ورځې پرته له خوړو او اوبو ژوند کولای شي. نجيب پوه نشو اودتروم په وهلو يې پرده دار راوغوښت.

پرده دار دشعرپه ويلوپرده کش کړه. ترشايې ماشومانويو اوښ وليد چې نصواري رنګ ،اوږدې پښې، پېړې شونډې او پرشا يې کوهان درلود.

پرده دار وويل چې اوښ کولی شي د اوړي د ګرمۍ ، تندې اود اوبو او وښود کموالې سره مقاومت وکړي.

ځينې اوښان يوکوهان او ځينې يې دوه کوهانه لري. پرده دار په جادويي چشمو کې ماشومانوته د اوښ کوهان وښود.

هغوی په کوهان کې غو ړ او پلې ولېدلې چې اوښ ته يې انرژي ورکوله . اوښ په کوهان کې تر اوږدې مودې پورې اوبه ساتي.

کله چې اوښ ته ترډېرې مودې پورې اوبه او خواړه ونه رسيږي، کوهان يې کوچنی کيږي او ددې حيوان خوراک اغزي ،بوټي او دونو څانګې دي.

پرده دار ماشومانوته وويل چې اوښ ډېره غټه معده لري چې کولای شي په (١٥) دقيقوکې (٢٠٠) ليتره اوبه وڅښي.

اوښ
اوښ دومره لويه معده لري چې کولای شي په (١٥) دقيقوکې (٢٠٠) ليتره اوبه وڅښي.

اوښ له همدې اوبوڅخه په ګټې اخيستنې تر (١٠) ورځوپورې په دښتوکې پرته له اوبو اوخوړو ژوند کولای شي. عربانواوښ ته ددښتې کښتۍ نوم ورکړی دی.

اوښ کولای شي په هر راز شګلنو ځمکوکې پرته له خنډنه سفر وکړي. داوښ غوښه حلاله ، شيدې يې ګټورې او له وړيو يې هم ګټه اخلي.

تندهد اسرارو پرده
تنده
مسواکد اسرارو پرده
مسواک
کالدانهد اسرارو پرده
کا لدانه
مسواکد اسرارو پرده
د مسواک ونه
ځوانکېد اسرارو پرده
ځوانکې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>