BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:35 گرينويچ 2010 ,15 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: ترموز

ترموز
ترموز ګرم شيان سړېدوته نه پرېږدي، ساړه شيان هم کولای شو په ترموزکې هماغه شان ساړه وساتو.
ذکيې او رحيمې کلچې خوړلې، صفيې له ترموز نه چای واچاوه. ذکيې ته پوښتنه پيدا شوه چې ترموزولې چای ګرم ساتي، يوه هم نه پوهېدله،دتروم په وهلو يې پرده داريې راوغوښت.

د پردې ترشا پرده دار ماشومانوته دترموز شيشه وښوده، چې ددوو شيشوله يوځای کېدو جوړه شوې او مينځ يې خالي و.

پرده دار ماشومانوته وويل، چې ددواړو شيشوترمنځ خلا په ترموز کې د تودو اوبو حرارت نه پرېږدي چې دباندې وځي.

ماشومانو وپوښتل، چې دشيشو تر منځ خلا څرنګه رامنځته کيږي، پداسې حال کې، چې هواپه هر ځای کې موجود وي.

پرده دار وويل، چې دترموز په بېخ کې دزخې په څېر يوځای ترسترګوکيږي، چې ترموز جوړوونکي موجوده هوا له هغه ځايه باسي.

همدا راز هغه ترموزونه ، چې شيشه نلري هم په همدې بڼه جوړ شوي دي اودترموز سرپوښ هم دوه پوښه لري.

ترموز
ترموز ددوو شيشوله يو ځای کېدو جوړيږي، چې ددواړوشيشوترمنځ خلا موجوده وي

ددې ترڅنګ چې ترموز ګرم شيان سړېدوته نه پرېږدي، ساړه شيان هم کولای شو په ترموزکې هماغه شان ساړه وساتولکه څرنګه چې دي.

دنري شمال په لګېدلو پرده دار ماشومان دوخت پوره کېدوته متوجه کړل او دپردې له کش کولو سره يې له هغوی سره خدای پاماني هم وکړه.

ککاود اسراروپرده
ککاو
له بوټې ترټوکرپورېد اسرارو پرده
سپين زر
جل وهلد اسرارو پرده
جل وهل
دسارا بېړۍد اسرارو پرده
دسارا بېړۍ
تندهد اسرارو پرده
تنده
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>