 | | | دککاو ونه Theobroma نوميږي، چې لومړی ځل په امريکاکې وپېژندل شوه. |
پرده دار اکا له ښاپيرۍ نه وپوښتل: هغه کوم خواړه دي چې رنګ يې توربخونه نصواري دی او ماشومان يې ډېر خوښوي. ښاپيری سم ځواب پيدا نه شوکړای، پرده دار دشعرپه ويلو پرده کش کړه چې شا ته يې جميلې او جمال دچايوسره ککاو خوړ او دوی هم نږدې ورغلل. جميلې تر روغبړ وروست له پرده دار نه وپوښتل چې ککاو څرنګه لاسته راځي. هغه دمنتر په ويلو ماشومان لوړو ونولرونکو يوه بڼ ته بوتلل. پرده دار دا ونې چی، د ام په څېرمېوه يې درلودله، دککاو ونې وګڼلې چې د Theobroma نوميږي او لومړی ځل په امريکاکې وپېژندل شوې. پرده دار دککاو له ونې يوه دانه مېوه راوشلوله چې لومړی يې دڅرمنې په څېرپوټکی اودوهم يې نرۍ پرده درلودله. ماشومانوپه مېوه کې دبادام په څېردانې ولېدلې چې په منځ کې يې اوبلن ککاو و خو رنګ يې نصواري نه و. پرده دار وويل چې مېوه ترپخېدو وروسته له ونې شلوي،پوستکی يې ليرې کوي اوپو بوريو کې يې اچوي چې خولي وکړي او رنګ يې نصواري شي.  | | | له ککاو په فابريکه کې ترپروسس وروسته دچاکلېټوپه ځانګړوقالبونوکې چاکلېټ جوړوي. |
وروسته دککاو دانې لمرته وچوي اوپه فابريکه کې يې له اوبلن مغز سره نشايسته اوبوره ګډوي چې خوږ اوټينګ شي. وروسته يې دچاکليټو په بېلابېلوقالبونوکې ځای پرځای او خوندورچاکليټ ترې جوړوي اوددې ترڅنګ يې په کيک، بسکيټ او آيسکريمو کې هم کاروي. |