BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:45 گرينويچ 2010 ,17 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اسرارو پرده: د کولمو چينجي

دکولموچينجی
دکولموچينجي په ترکارۍ کې ډېر پيدا کيږي. ترکاري بايدترخوړلو دمخه ښه ومينځل شي.
فاطمه او رحيم دلوبو لپاره سليمان ته سترګې په لار وو،. خو زرمينې، دسليمان خور دډاکتر له خولې دسليمان په خېټه کې دچينجيو وويل.

فاطمې دوی په خېټه کې دچينجيو په شتون حيران شول اوپدې برخه کې دمالوماتو د تر لاسه کولو لپاره يې دتروم په وهلو پرده دار راوغوښت.

پرده دار دشعر په ويلوپرده کش اوپه جادويي چشموکې يې ماشومانوته يو ماشوم وښود، چې په وياله کې يې دچينجيانوله هګيو ډکې اوبه څښلې.

ماشومانو وليدل، چې د چينچې هګۍ له اوبو سره معدې او بيا کولمو ته ولاړې، وروسته له کو لمو نه دوينې رګونوته وردننه شوې.

له هغه ځايه ځيګراوبيا سګو ته ولاړې، چې د هوايې نلونو په واسطه بېرته ستوني ته او بيا معدې او کلمو ته ولاړې او په دې ترڅ کې چينجي غټ شول.

پرده دار وويل، چې يو ښځينه چينجی (٧) ميليونه هګۍ لري او هره ورځ (٢٠٠) زره هګۍ اچوي.

چينجي کلمې سورۍ کوي او کله چې يوله بل سره تاو شي ، د کلمومجرا بندوي چې په ترڅ کې ناروغ بايد عمليات شي.

دکولموچينجی
دکلموچينجي کلمې سورۍ کوي او کله چې يوله بل سره تاو شي ، د کلمو مجرا بندوي.

د چينجي هګۍ د غايطه موادو سره د کولمو نه وځي او په خاوره ، ناولې ترکارۍ او ناپا که اوبو کې تر ډېره ژوندۍ پاتي کيږي.

ماشومانوپرېکړه وکړه، چې وروسته تردې به دخپلې روغتيا پام ساتي او ترڅنګ يې سليمان هم پوه کړ، چې ناولې ترکاري او نامينځل شوې مېوه ونه خوري.

جل وهلد اسرارو پرده
جل وهل
له بوټې ترټوکرپورېد اسرارو پرده
سپين زر
ککاود اسراروپرده
ککاو
ترموزد اسرارو پرده
ترموز
شيرپېرهد اسرارو پرده
شيرپېره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>