 | | | هرانسان په نورمال حالت کې په يوه دقيقه کې له (12-18) ځلې سترګې رپوي. |
حميد له شريف نه وغوښتل، چې دسترګونه رپولوسيالي ورسره وکړي،شريف يې ورسره مني، خو سترګې يې ژر ستړې او رپوي يې. هغوي ته سوال پيداشو، چې ولې سترګې رپوي. پرده داريې راوغوښت او خبره يې ورسره شريکه کړه. پرده دار دپردې ترکشولو وروسته هغوی ته په جادويي جام کې يوه غټه سترګه وښودله. ماشومانو ولېدل، چې له سترګونه درپېدوپرمهال داوښکويوه روښانه پرده پرسترګو خپريږي او پدې ډول سترګې مينځل کيږي. دسترګورپېدو سره دسترګو لوندوالی وچ او په سترګوکې شته مکروب له منځه ځي. همدا راز دسترګوپه پورتنۍ او کښتنۍ برخه کې يو لړ ماهيچې موجودې دي، چې دسترګورپېدل کنترولوي.  | | | دسترګودرپېدوپرمهال داوښکويوه پرده پرسترګو خپره او پدې ډول سترګې مينځل کيږي. |
پرده دار وويل، چې سترګې په يوه دقيقه کې له (12-18) ځلې پورې رپيږي، خوکله که څوک مطالعه کوي يا کوم شي ته ځيرشي، سترګې لږ رپوي. دنري شمال لګېدل پرده دار د وخت پوره کېدوته متوجه اودماشومانوسره دخدای پامانۍ ترکولو وروسته يې پرده بېرته کش کړه. |