BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:56 گرينويچ 2010 ,27 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: يخ وهل

يخ وهل
که چېرې موپښې اولاسونه يخ ووهل، تر شلو دقيقوپورې يې په تودو اوبو کې کېږدئ.
شکور په سړه هوا کې لوبې کولې، چې پښې او لاسونه يې يخ شول، کورته راغی اوشکريې ورته وويل، چې بخارۍ ته نېږدې کېني، خو دتودولو سره سم يې لاسونو درد پيدا کړ.

هغه ته پوښتنه پيدا شوه، چې ولې دسړي پښې او لاسونه يخ وهي، دځواب دموندلو لپاره پرده دار راوغوښت، چې هغه دشعر په ويلو پرده کش کړه.

دپردې ترشا جمشيد له خپلو انډيوالانوسره په چپلکوکې لوبې کولې او پښې يې يخ وهلې وې. پرده دار هغوی ټول خپلې جادويي خونې ته بوتلل.
.

هلته پرده دار په يوه لوښي کې تودې اوبه واچولې او له جمشېدنه وغوښتل، چې لاسونه اوپښې په اوبو کې کېږدي.

پداسې حالت کې لاسونه په اور يا بخارۍ تودول،درد ډېروي. پرده دار وويل، کله چې پښې او لاسونه ترډېره په سړه هواکې پاتې شي، رګونه تنګيږي.

پدې وخت کې د پښولوري ته د وينې جريان په ټپه دريږي، پښې تورېږي اوکېدای شي، چې پرې هم شي.

يخ وهل
کله چې سړی ترډېره په سړه هواکې پاتې شي، پښې اولاسونه يې يخ وهي او رګونه تنګيږي.

پرده دار ماشومانوته لارښوونه وکړه، چې کله له داسې حالت سره مخامخ شول، تر(20) دقيقوپورې دې لاسونه په تودو اوبو کې کيږدي، گرمې جامې دې واغوندي او تود چای دې وڅښي.

دنري شمال لګېدو دپرده دار پاملرنه د وخت پوره کېدو ته واړوله، له ماشومانوسره يې خدای پاماني وکړه اوپرده يې بېرته کش کړه.

پرنجید اسرارو پرده
پرنجی
سکرونيولد اسرارو پرده
تورديو
دسترګورپولد اسرارو پرده
سترګې رپول
په خوب کې خرېدلد اسراروپرده
په خوب کې خرېدل
د کولمو چينجياسرارو پرده
د کولمو چينجي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>