 | | | دمکروب دنه خپرېدو لپاره دپرنجي پرمهال لازمه ده، چې خپلې خولې او پزې ته دسمال ونيسو |
شفيع او فيصل دکلي تر مخ ميدانۍ کې د کاغذ باد لوبه کوله، چې فيصل څوپرله پسې پرنجي وکړل. هغوی ته دپرنجي په هکله پوښتنه پيدا شوه او دمالوماتولپاره يې پرده دار راوغوښت. پرده دار دپردې ترکشولو وروسته هغوی ته يې په جادويي هنداره کې دداسې يوه تن تنفسي سيستم وښود، چې پرنجي ته يې ځان جوړاوه. ماشومانو دنوموړي تن په پزه کې کوچني ويښتان وليدل، پرده دار هغه دهوا تصفيه کوونکي وګڼل، چې خاوري دوړي نه پريږدي تنفسي سيستم ته ننوځي. دپوزې په داخل کې يوه نازکه پرده تر سترګوکيده، چې دنده يې دپزې مرطوب ساتل اوسږو ته د تودې هوا دتيارول وو. دپزې پرده يو لړ عصبي رشتې لري. کله چې خاورې او دوړې پزې ته ننوځي،دا رشتې دماغ ته خبر ورکوي. دماغ امر کوي، څو خاورو او دوړوته اجازه ورنکړي، چې تنفسي سيستم ته داخلې شي. پدې وخت کې دسينې عضلات په سږو کې ډېره هواراټولوي.  | | | پرنجی له خاورو او دوړوسره دبدن دمعافيتي سيستم غبرګون دی. | داهوا دپرنجي په بڼه له پزې وځي، خاوري، دوړې اونورمکروبونه له ځان سره له پزې خارجوي. پرده دار پرنجی دبدن دمعافيتي سيستم غبرګون وښود. هغه ماشومانوته لارښوونه وکړه، چې دپرنجي پرمهال پزې ته دستمال ونيسي، څومکروب نورو کسانوته سرايت ونکړي. |