BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:45 گرينويچ 2011 ,08 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: ګچ

ګچ
ګچ د غنمو په څېر په ژرنده کې اوړه کې او وروسته ترې په بېلابېلوبرخو کې کار اخلي.
سليمان د ميوند سره دلوبو لپاره دهغوی کورته ولاړ، هتله يې دميونداو ملالۍسره په سطل کې ګچ ولېدل. ميوند ترې وپوښتل، چې ګچ څرنګه لاسته راځي. هغوی هم نه پوهېدل، پرده دار يې راوغوښت او خبره يې ورسره شريکه کړه.

پرده دار دپردې ترکشولو وروسته هغوی دګچو کان ته بوتلل. ماشومانو هلته غټ، غټ کاڼي وليدل، چې له ځمکې نه دماشين په واسطه را اېستل کېدل.

پرده دار هغه اومه ګچ وګڼل او ماشومان يې دګچ د پخولو بټۍ ته بوتلل، چې دګچ ترډبرولاندې يې اور روښانه کړی و.

پرده دار وويل، چې ګچ دپخولو لپاره دسانتي ګرېډ (١٥٠) درجې تودوخې ته اړتيا لري. ماشومانو وپوښتل، چې ګچ څرنګه ميده کوي.

ګچ
ګچ دماشينونو په واسطه له ځمکې لاندې راباسي اوبيايې په بټيوکې پخوي.

پرده داروويل،چې ګچ په ژرنده کې داوړو په څېر ميده کوي او ماشومانوته يې لارښوونه وکړه، چې په ميده شوو ګچوکې لاس ونه وهي، ځکه، چې لاسونه چوي.

هغه وويل غوره ده، چې دګچو د کارونې پرمهال له پلاستيکي دستکښو کار واخلي.

يخ وهلد اسرارو پرده
يخ وهل
پرنجید اسرارو پرده
پرنجی
سکرونيولد اسرارو پرده
تورديو
دسترګورپولد اسرارو پرده
سترګې رپول
په خوب کې خرېدلد اسراروپرده
په خوب کې خرېدل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>