 | | | دشونډو دوتلو وايرس د تبې، والګي او په خوب د وېرېدلوله امله هم فعاليږي. |
دګلالۍ په شونډه دانه راختلې وه، فهيم دهغې دانې په اړه وپوښتل، خوګلالۍ نه پوهېده. فهيم دتروم په وهلو پرده دار راوغوښت اوخبره يې له هغه سه شريکه کړه. پرده دار دشعر په ويلو پرده کش کړه. دپردې ترشا هغوی اسد وليد، چې دهغه په پزه دانه راختلې او غوښتل، يې چې ويې شلوي، خوپرده دار هغه منع کړ او ويې ويل چې شونډه يې وتلې ده. ماشومانو دشونډې دوتلو په راز نه پوهېدل او په اړه يې له پرده دار نه زيات مالومات وغوښتل. پرده دار هغوی ډاکترمحمد صبور صابر ته بوتلل. ډاکتر صابر د ګلالۍ ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دشونډې وتلو طبي نوم Herpes Simplex Virus دی. دا وايرس د بدن دپوټکي په عصبي رشتوکې پټ وي، چې دتبې، والګي، دلمر وړانګوته د درېدلو او په خوب دډارېدلوله امله فعاليږي. په پيل کې دسرې رنګې تڼاکې په بڼه دانسان په شونډه راڅرګنديږي، چې درد اوسوي لري او دتخريب په صورت کې دبدن نورو برخوته هم لېږدي. که چېرې له تڼاکې اوبه ولاړې شي، پدې صورت کې دناروغ سره دنورو کسانو مستقيمې اړيکې ددې ناروغۍ لېږد شونی کوي.  | | | دشونډې وتل په پيل کې دسرې رنګې تڼاکې په بڼه راڅرګنديږي، چې درد او سوی هم لري. |
همداراز که چېرې ددې تڼاکې د اوبو لرونکي دستمال نه بل څوک ګټه واخلي، کيدای شي مقابل لوري ته هم دا ناروغي ولېږدي. د شونډو وتل له يوې تر دوو اوونيوپورې دوام مومي، چې ددانې دنه شلولو په صورت کې کيدای شي تردې وړاندې ښه شي. |