BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:07 گرينويچ 2011 ,07 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: سوځېدنه

سوځېدنه
دبدن د حجروله ماليکولونوسره داوردماليکولونوټکر ، دبدن دحجروحرکت ډېروي.
رومل خس ټولول ، غوښتل يې، چې اور بل کړي خو اورلګيت ورسره نه و. پدې وخت کې شفيق راغی او رومل ورنه ددې کيسۍ ځواب وغوښت:" هغه څه دي چې ډېرخوري خو آخر کې خپله مري."

شفيق د کيسۍ په ځواب پوه نشو، دتروم په وهلو يې پردار راوغوښت، چې دپردې ترشا درحيمې لاس سوځېدلی او ژړل يې.

پرده دار او ماشومان هم نېږدې ورغلل او درحيمې دلاس يې وکوت، چې سوراوښتی و، دارو يې پرې ووهل، چې سوی يې کم شي.

شفيق پوه شو، چې درومل دکيسۍ ځواب هم اور دی او له پرده دارنه يې وپوښتل، چې سوڅېدلی ځای ولې سور اوړي.

پرده دار هغوی ته په جادويي چشموکې د رحيمې لاس وښود، چې په سوځيدلي ځای کې د نوربدن په پرتله د وينې جريان ډېر و.

پرده دار ماشومانوته وويل، کله چې داور ماليکولونه دبدن د حجروله ماليکولونوسره ټکر وکړي، د اور تودوخه دبدن دحجروحرکت ډېروي.

پدې وخت کې دانسان دبدن يوشمېرحجري اوعصبي رشتې تخريبيږي ، چې ددماغ تر خبرېدو وروسته انسان دسوي او درد احساس کوي.

 په سوځيدلي ځای کې د نوربدن په پرتله د وينې جريان ډېر وي.

دماغ د سوځېدلي ځای د ژر رغېدا لپاره حجروته امر کوي، چې په سوځيدلي ځای کې دوينې جريان زيات کړي، چې په پايله کې يې سوځېدلی ځای سور اوړي.

دنري شمال په لګېدلودپرده پام دوخت پوره کېدوته اوړي او دشعرپه ويلوپرده بېرته کش کوي.

ارږمید اسرارو پرده
ارږمی
لارښوونکي برېتد اسرارو پرده
لارښوونکي برېت
دشونډو وتل د اسرارو پرده
دشونډو وتل
ګچد اسرارو پرده
ګچ
يخ وهلد اسرارو پرده
يخ وهل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>