 | | | ارږمې نه يوازې دخوب ورتللو پرمهال بلکې په عادي حالاتو کې هم انسان ته پيداکيږي. |
زلمي او فيصل دتروم په وهلو پرده دار راوغوښت،چې دپردې ترکشولووروسته هغوی شازيه وليدله،چې دلوښومينځلوپرمهال يې ارږمي ايستل. ماشومان پوه شول، چې دخپرونې راز د ارږمي په اړه دی. ماشومانوله پرده دار نه وپوښتل،چې ولې ارږمی باسي. پرده دار په جادويي هنداره کې ماشومانوته وښودل، چې کله په وجودکې دکاربن ډای اکسايډ ګاز ډېر شي، په دماغ کې تنفسي مرکزفعاليږي. پدې حالت کې بدن زيات اکسيجن ته اړتياپيدا، خوله په غير ارادي ډول پرانيستل کيږي او زيات اکسيجن وجودته دننه اوکاربن ډای اکسايد خارجيږي. پرده داروويل، چې يو عادي انسان په هره دقيقه کې له (15-12) ځلوساه اخلي، چې دا هواسږو اوبيا وينه يې ټول بدن ته رسوي.  | | | په ارږمي کې خوله په غيرارادي توګه پرنيستل اوډېراکسيجن وجود ته دننه کيږي. |
پدې وخت کې کاربن ډای اکسايډ دارږمي په بڼه له خولې خارجيږي. پرده دار وويل،چې له انسانو برسېره څاروي هم ارږمی باسي. ماشومان پوه شول، چې ارږمې نه يوازې دخوب ورتللو پرمهال بلکې په عادي حالاتو کې پيدا او دانسان دبدن لپاره ګټور دی. |