 | | | کارپوهان دګاز دخطردکمولوپه موخه په هغه کې دځانګړي بوي لرونکي مواد ګډوي. |
نصرت د ګازو له ډبې سره دکور خوا ته روان و، چې دلارې په اوږدو کې يې اجمل وليد. اجمل ترې دګاز دلاسته راتلو په اړه وپوښتل، نصرت بې خبرې وښودله او دواړه دکورپه لور ولاړل. وروسته اجمل پرده دار راوغوښت اودطبيعي ګاز دپيداکېدويې ترې وپوښتل. هغه ورته جادويي چشمې ورکړې. هغوی ددې چشموپواسطه دځمکې لاندې دراز، راز حيواناتو او نباتاتوپاتې شونې ولېدلې. کله چې پدې پاتې شونوفشار او تودوخه ډېرېده،په ګاز بدلېدې. ماشومانو يوشمېر کسان ولېدل، چې دماشينونوپواسطه يې ژورې څاه ګانې کيندلې. له دې څاه ګانونه دنلونوپواسطه ګاز لېږدول کېده، چې په منځ کې سفنج هم ترسترګوکېده. پرده دار ګاز داوبودرلودونکی اوسفنج يې دهغې جاذب يادکړ.ماشومان ګاز يو بې رنګه بې بويه او خطرناکه ماده وموندله.  | | | کارپوهان دځانګړو ماشينونوپه مرسته ګازپه پايپونوکې له ځمکې څخه لېږدوي. |
ماشومانو ولېدل، چې کارپوهانودګاز دخطردکمولوپه موخه پکې ځانګړي بوي لرونکي مواد ګډول. پرده دار ماشومانوته لارښوونه وکړه، چې له ګاز سره دې له ډېراحتياط نه کار واخلي او تر خدای پامانۍ وروسته يې پرده يې بېرته کش کړه. |