BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:03 گرينويچ 2011 ,19 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: د سګرت لوګی

دسګرټ لوګی
دسګرټ په لوګي کې دکاربن اونېکوتين مادې دسرطان اوزړه دناروغيولامل کيږي.
د شکيب زړه په تنګ شوی و، دتروم په وهلو يې پرده دار راوغوښت او دپردې تر شايې جمشيد وليد، چې ددکاندار د سګرټ د څکولو له امله ټوخېده.

شکيب دجمشيددټوخي وپوښتل، پرده ددکاندار دسګرټ لوګی دهغه دټوخي لامل وګاڼه.

دشکېب باور نه کېده،پرده دار په جادويي هنداره کې هغه ته جمشېداو دکاندار وښود، چې دسګرټ لوګی ددواړو سږو ته دننه کېده.

شکېب په لوګي کې کوچنۍ تورې او ژېړې ذرې ولېدې، چې پرده دار ژېړې ذرې دنېکوتين په نوم يوه زهري ماده او تورې يې کاربن وباله.

شکېب ولېدل، چې دکاربن او نېکوتين ذرې سږو ته له ورتللو وروسته په وينه کې ګديدلې او کاربن دوينې داکسيجن کچه راټيټوله.

پرده دار نېکوتين هغه زهري مواد وبلل، چې دسرطان ، دزړه او نورو خطرناکو نارغيودپيداکېدولامل کيږي.

دسګرټ لوګی
دسګرټ لوګی او زهري مادې سږو ته له ورتللو وروسته په وينه کې ګډيږي.

پرده دار ماشومانوته لارښوونه وکړه، چې دسګرټ څکولوپرمهال دې له خونې بهر ووځي اودخونې کړکۍ دې هم پرانيزي، چې لوګی ووځي.

دنري شمال په لګېدودپرده دار پام د وخت پوره کېدوته واوښت اوتر خدای پامانۍ وروسته يې پرده بېرته کش کړه.

سوځېدنهد اسرارو پرده
سوځېدنه
ارږمید اسرارو پرده
ارږمی
لارښوونکي برېتد اسرارو پرده
لارښوونکي برېت
دشونډو وتل د اسرارو پرده
دشونډو وتل
ګچد اسرارو پرده
ګچ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>