 | | | دتيتانوس مکروب اعصابوته ځي اوهغه عصب ،چې عضله په حرکت راولي تخريبوي. |
بشير په لوڅو پښو له شکېب سره لوبې کولې، چې پښه يې ژوبله او وينې ترې روانې شوې. شکېب يې پښه په يوه ناولې ټوټه وتړله اوبشيرکورته ولاړ. خور يې، جميله دهغه دټپ په ليدلو وارخطا او پرده دار اکايې راوغوښت. پرده دارله رارسېدوسره سم پاکې اوبه اوصابون وغوښت. هغه جميلې اوبشيرته جادويي چشمې ورکړي، چې دبشيردپښې ټپ پکې وګوري. ماشومانوپه ټپ کې دګوګړودلرګي په څېرشيان وليدل. پرده دار هغه دتيتانوس مکروب وګڼل،چې په خاورو اوناولوځايونوکې پټ وي اومخکې تردې،چې وينې ته لارپيداکړي،بايدله منځه يوړل شي. په پاکواوبو او صابون دټپ پرې مينځل ددې مکروب دله منځه وړلو لارده،خو که چېرې دامکروب په وينه کې ګډشي، اعصابوته لارمومي. تر هغې وروسته هغه عصب چې غوښې او عضلات په حرکت راولي، له فعاليت څخه غورځي.  | | | هرټپ بايدپه لومړي قدم کې په پاکواوبواوصابون پرې ميځل شي، بيادې ډاکترته ولاړشي. |
په تيتانوس اخته کس په تياره ځای کې ساتل کيږي، ځکه ددې ناروغۍ مکروب په تياره کې فعاليت نشي کولی. په پای کې پرده دار دبشيرټپ په پاکو اوبو اوصابون پرې مينځه اوبشيرهوډ وکړ، چې نوربه دټپ دپاکۍ زيات خيال ساتي. |