 | | | کله چې په معده کې هواډېره شي، اضافي هوا دټېغ په بڼه له خولې څخه وځي. |
شريفې د اکبر له مخې نه د لوبيا کاسه ايسته کړه او په ټوکويې هغه ته وويل، چې هسې له ډېرو زياتوخوړونه ټېغ وباسي. اکبرته پوښتنه پيدا شوه، چې ولې ځينې خلک ټېغ باسي. هغه ددې خبرې دراز دمالو مولو لپاره پرده دار راوغوښت. دپردې ترکشولو وروسته ماشومانودشکېب په نامه يوهلک وليد، چې نورو ماشومانو دټېغ په وهلو ځوراوه. پرده دار او ماشومان نېږدې ورغلل، پرده دار دټېغ اېستل معدې ته ډېر ګټور وګڼل اوټېغ يې هغه هوا وګڼله ، چې له خوړوسره معدې ته دننه کيږي. پرده دار دماشومانودلازياتومالوماتولپاره هغوی ته په جادويي جام کې يو هلک وښود، چې ډېره ډوډۍ يې خوړله. ماشومانووليدل، چې له ډوډۍ سره يوه اندازه هواهم معدې ته دننه کېده اوترڅنګ يې معدې پخپله هم يوډول ګازتوليداوه.  | | | ټېغ هغه هوا ده چې له خوړو سره يوځای معدې ته ننوځي/home/topcat/data/coltrane/xml/nazer/home/avfile/2011/05/publish/110509_aep_cs_wk_20_p.xml/nazer/home/avfile/2011/05/110509_aep_cs_wk_20_p.shtml او ټېغ اېستل معدې ته ګټوردي. |
کله چې دهلک په معده کې هواډېرېده ، اضافي هوادټېغ په بڼه له خولې وتله. شريفې وپوښتل، چې څه وکړي، چې دټېغ پرمهال نورپاذاب نشي. پرده دار وويل، چې غوره لاريې دټېغ اېستلو پرمهال خولې ته دلاس نېول دي. دنري شمال په لګېدودخپرونې وخت پای ته ورسېد اوپرده دار دپردې په کشولوکې بېړه وکړه. |