BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:39 گرينويچ 2011 ,06 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: هيلۍ

هيلۍ
د هيلۍ زړه په يوه دقيقه کې ٣١٢ ځلې رپېږي او له ۱۸-۲۰ ځلې ساه اخلي.
ملالۍ په مجله کې لاندې کيسۍ ولوستله: په اوبو کې ځي ډوبيږي نه- هم اوبو کې دا لمديږي نه- نه ده د ماهي غوندي - په وچه کې مړه کيږي نه

هغې له اجمل او احمدشاه نه دکيسۍ دځواب په اړه وپوښتل، خو هغوی هم پوه نشول اودتروم په وهلو يې پرده دار اکا راوغوښت.

د پردې تر کشولو وروسته ماشومانو دپردې ترشا په سيندکې هيلۍ وليدله چې لامبويې وهله خوکله چې له اوبو راوتله بڼکې يې به يې وچې وې.

ملالۍ دوی پوه شول، چې دکيسۍ ځواب هيلۍ ده او دهغې دبڼکودنه لمدېدوپه اړه يې له پرده دار نه وپوښتل.

پرده دار خپلې جادويي چشمې ورکړې. هغوی په چشموکې وليدل، چې دهيلۍ دلکۍ ترڅنګ داسې يوه غده وليدله، چې غوړي يې توليدول.

هغوی وليدل، چې توليدشووغوړيو دهيلۍ بڼکۍ غوړولې، چې په اوبوې لمدې نشي.

وروسته ماشومانو دهيلۍ پښې وليدلې چې داعصابورشتې يې نه درلودلې او له امله يې په سړو اوبو کې نه يخېدې.

هيلۍ
دهيلۍ دلکې ترڅنګ يوه غًده غوړتوليدوي، چې بڼکې يې غوړې ساتي څو په اوبوکې ډوبه نشي.

ماشومانودهيلۍ په وجود کې داسې هوايي کڅوړې ولېدلې، چې کله له هوا ډکې وي هيلۍ په اوبوکې نه ډوبيږي اوکله چې يې هواخالي شي، هيلۍ په اوبوکې غوټې وهي.

د هيلۍ زړه په يوه دقيقه کې ٣١٢ ځلې رپېده او له ١٨ نه تر ٢٠ ځلويې ساه اخيستله.

ماشومانو دهيلۍ په هکله دمالوماتوپه لاسته راوړلو خوښ او جادويي چشمې يې بېرته پرده دار ته ورکړې. پرده دار هم پرده بېرته کش کړه.

 چورلکهد اسرارو پرده
چورلکه
مېږياند اسرارو پرده
ميږيان
مېږياند اسرارو پرده
مېږيان
سلاييداسرارو پرده
سلايي
هټکۍوهلد اسرارو پرده
هټکۍ وهل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>