 | | | د د چورلکې وروستې څرخ الوتکې ته لوری ورکوي او چورلکه درې بعدي حرکت لري. |
دخليل او جمشېد دوی پرسردلوبوپرمهال يوه چورلکه تېره شوه، هغوی ته سوال پيدا شو، چېچورلکه څرنګه الوتنه کوي، درازدمالومولولپاره يې پرده دار راوغوښت. پرده دار دشعر په ويلو پرده کش اوتر شايې هوايي ډګر ترسترګو کېده، چې راز، راز الوتکې پکې ترسترګو کېدې. نورې الوتکې د ځغاستې پرليکه تر يوڅه ځغاستې وروسته الوتلې، خو چورلکې ځای پرځای الوتلې. ماشومانويې له پرده دار نه رازوپوښت. پرده دار وويل، چې کله د چورلکې څرخ دماشين په واسطه وڅرخي، شاوخوا هوا کښته ټېل وهي اوالوتکه پورته لورته الوځي. کله چې الوتکه وغواړي بېرته دځمکې لورته راکښته شي، ياد څرخونه ورو، وروته تاو او فشار يې کميږي. پردا دار دماشومانو ته دلازياتومالوماتو په موخه هغوی پر جاويي غالۍ له چورلکې سره يو ځای والوځول.  | | | د چورلکې څرخ هوا کښته خواته ټېل وهي او الوتکه پورته لورته الوځي. |
ماشومانو دالوتکې وروستی څرخ وليد، چې دنده يې الوتکې ته لوری ورکول و او هم پدې پوه شول، چې چورلکه درې بعدي حرکت لري. داپدې مانا، چې دا الوتکه کولای شي، پرمخ ، شا اوڅنګ ته حرکت وکړي. پرده دار ماشومانوته دوخت دپوره کېدو وويل، دالوتکې سره يوځای بېرته راکښته اوخپلوکورونو ته ولاړل. |