 | | | کله چې کوم ميږی ملکې ته ونه رسيږي، ډېرژر مري. |
فريد او شمسيه دميږيانوالوتلو فکر وړي وو، چې تريوځای به الوتل اوکوم يوبه يې بېرته راغورځېده. هغوی د راز دمالومولولپاره دتروم په وهلو پرده دار اکا راوغوښت. پرده دار دشعر په ويلو پرده کش کړه، چې تر شا يې زيات شمېرميږيان دالوتلو پرمهال تر سترګو کېدل. ماشومانوله پرده دار نه وپوښتل، چې ميږيان څرنګه پرواز کوي. هغه ورته جادويي چشمې ورکړې. ماشومانوپه چشمو کې وليدل، چې يوشمېرميږيان ترلږځنډ الوتلو وروسته راغورځېدل او مړه کېدل. پرده وويل، چې مېږيان دشاتودمچيو په څېريوه ملکه هم لري، چې هرميږی غواړي هغې ته ځان ورسوي. کوم ميږی، چې ملکې ته ونه رسيږي هغه مري. پرده دار وويل ، چې د مېږيانوملکه بې شمېره هګۍ اچوي . ماشومانووليدل، چې کله دمېږيانوبچي دچينجيوپه بڼه له هګيو راوتل، لاسونه اوپښې يې نه درلودل.  | | | مېږيان دشاتودمچيوپه څېريوه ملکه لري، چې هرميږی غواړي هغې ته ځان ورسوي. |
دمېږيانوبچيودملکې په مرسته خپل شاوخوادورېښموپه څېرتار اوبده، کله به چې مېږيان غټ شول، ملکې پخپل ښکرهغه تارسوری اومېږيان ترې وتل. کله به چې مېږيان له ځالې ووتل، په کاربه يې پيل کاوه، چې دکارګرومېږيانوعمرله (۸-۱۰) مياشتواودملکې عمر يوکال وي. دنري شمال په لګېدودخپرونې وخت پای ته ورسېد. پرده دار پرده کش او له ماشومانو سره يې خدای پاماني وکړه. |