BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:28 گرينويچ 2011 ,25 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده: مېږيان

مېږيان
تردې دمه (۱۴) زره ډوله مېږيان په نړۍ کې پېژندل شوي دي.
فريد او شمسيې دمېږيانوننداره کوله، چې دتګ پرمهال يې يوله بله سره ښکرونه جنګول. پدې مهال بشيرهم راغی. هغوی ترې دمېږيانو دژوند په اړه وپوښتل، بشير بې خبري وښودله.

شمسيې دتروم په وهلو پرده دار راوغوښت او خبره يې له هغه سره شريکه کړه. پرده دار دشعر په ويلو پرده کش اوهغوی ته يې جادويي چشمې ورکړې.

ماشومانوپه چشمو کې دمېږيانوژوندله نېږدې ننداره کړ او ويې لېدل، چې دمېږيانوښکرونه دهغوی له مغزوسره نېغې اړيکې لري.

پرده دار وويل، چې مېږيان دښکرونوپه واسطه يو له بل سره روغبړ کوي، خپله لار پرې مومي او ترڅنګ يې دبويولولپاره ترې کار اخلي.

ماشومانو ترځمکې لاندې دمېږيانوکور وليد، چې کوڅې، کوڅې و او راز، راز مېږيان پکې اوسېدل.

يوډول مېږيانوغټې ژامې درلودلې، چې هغوی غنم مېده اوساتل يې. يوډول نورويې بيا له کورنه دباندې دخاورو ډېرۍ جوړولي.

هغوی پدې ډېرۍکې دمرخېړيو په څېر يو څه کرل، چې تر رسېدلو وروسته يې ټولول اوکورته يې لېږدول.

مېږيان
مېږيان دخپلوښکرونوپه واسطه يوتربله روغبړ کوي او ځانته پرې لار مومي.

يوبل ډول مېږيانو دکورپه ور کې د سربازۍ دنده درلودله، چې پردي مېږيان ددوی داوسېدوځای ته له ننوتلو منع او له مينځه يې وړل.

پرده دار وويل، چې تردې دمه (12) زره ډوله مېږيان په نړۍ کې پېژندل شوي او په افريقاکې داسې مېږيان هم شته، چې غوښه خوري اودومره قوي دي، چې پيل له پښو غورځوي.

دنري شمال په لګېدودخپرونې وخت پای ته ورسېد، پرده له ماشومانوسره خدای پاماني وکړه اوپرده يې بېرته کش کړه.

سلاييداسرارو پرده
سلايي
هټکۍوهلد اسرارو پرده
هټکۍ وهل
ټېغ اېستلټېغ اېستل
د اسرارو پرده
تيتانوسد اسرارو پرده
تيتانوس
دپسرلي استازید اسرارو پرده
توتکۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>