محمد انور اندړ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | د لمرګلې دګل دپاڼوژۍ او دارې غاښونه دمنکسرخط بېلګې دي. |
شريفې نانځکې ته د الاهو سندره ويله، قدير د سندرې په اړه ترې وپوښتل، هغې وويل، چې موريې هم دخوب پرمهال شريفې ته همداسندره وايي. قديرترې دسندرې دبيا ويلو غوښتنه وکړه، چې پدې مهال بنجاري هم راغی او تر روغبړ وروسته يې شريفې ته چمبه ورکړه، چې شريفې سندره داسې پيل کړه: للو شه الهو للو- نانځکه مې ده ګرانه ده- نن تا به زنګوم ګرانې- ښايسته زانګو له تانه ده هوښياره شه تعليم وکړه – د ټول جهان تعظيم کړه د خلکو خدمتګاره شه – هر کار په لوړ تصميم وکړه- تعليم او احترام ځينې – د ژوند لاره آسانه ده- للو شه الهو للو- نانځکه مې ده ګرانه ده بنجاري دسندرې تر اورېدلو او دماشومانو تر ستايلو وروسته له هغوی سره خدای پا مانې وکړه او بلې کوڅې ته ولاړ. بله کوڅه: ذکيې او عادلې د غره سر ته کتل ، چې کوږ اوږ ښکارېده، چې پدې وخت کې بنجاري راغی اوهغه يې دمنکسرخط بېلګه وګڼله.  | | | للو شه الهو للو- نانځکه مې ده ګرانه ده- نن تا به زنګوم ګرانې.... |
ماشومانودمنکسر خط په اړه وپوښتل. بنجاري وويل، چې منکسر خط مات خط ته وايي لکه دآرې غاښونه، چې مات ښکاري خويوله بله سره تړلي دي. عادلې د چنار دونې دپاڼې ژۍ او په ژامه کې دغاښونو مثال ورکړ. بنجاري له هغوی وغوښتل، چې د خپلو انډيوالانوپه مرسته داسې نور مثالونه هم پيدا کړي او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. |