BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:10 گرينويچ 2012 ,20 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين : منحني خط

منحني
نوې مياشت( سپوږمۍ)، وروځې او ليندۍ دمنحني خط بېلګې ګڼلې شو.
فريدې اوبشيرکينو خوړله ، فريدې ويل، چې دکېنونوم له دوو برخوجوړ دی، خو هارون هغه له دريېوبرخو جوړ ګڼلو، چې پدې مهال بنجاري هم راورسيداو له ماشومانوسره يې روغبړ وکړ.

بنجاري کينو دوه هجايي کليمه وګڼله او له ماشومانويې وغوښتل، چې دداسې وچو او تازه ميوو نومونه واخلي، چې دوه هجايي وي.

ماشومانود چهارمغز، انار، انګور، نخود، بادام، پستې او مالټې نومونه واخيستل. بنجاري هغوی دسوغات په ورکولو وستايل او بلې کوڅې ته ولاړ.

بله کوڅه:

شفيقې او قادرد خط اېستلو سيالي درلودله، قادر مستقيمه کرښه او شفيقې دليندۍ په څېر کرښه واېستله.

قادر دشفيقې کرښه سمه ونه بلله، خو هغې هغه هم سمه کرښه ګڼله، چې پدې وخت کې بنجاري راغی او شفيقې خبره يې تاييد کړه.

دوه هجايي کلميې
انار، کېله، انګور او کېنو هغه مېوې دې، چې نومونه يې دوه هجاوې لري.

بنجاري هغه منحني خط وباله ، چې نه مستقيم وي او نه مات يا منکسر يا مات خط. لکه نوې مياشت (سپوږمۍ).

قادر او شفيقې د بوډۍ ټال، لور، وروځې او دې ته ورته نور مثالونه ورکړل. بنجاري له هغوی وغوښتل، چې دې ورته نور مثالونه هم پيدا کړي او خپله ولاړ بلې کوڅې ته.

د للو، للو د بنجاري خورجين
للو، للو
مستقيمد بنجاري خورجين
مستقيم خط
کېنودبنجاري خورجين
له خوږو اوبو نه ډکه
 د" ژ" توریبنجاري خورجين
د" ژ" توری
 کيسۍد بنجاري خورجين
کيسۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>