محمد انور اندړ د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | باد به دی وخورې وروره - ځان دې تود ساته ګوره، څادر ، جمپر جرابې - ګرځې به نه سرتوره! |
الهام او ليمه پيتاوي ته ناست وو، بنجاري راغی او تر روغبړ وروسته يې ليمې ته له سړو نه د ځان ساتنې په اړه لاندې ترانه وويله: " باد به دی وخورې وروره - ځان دې تود ساته ګوره، څادر ، جمپر جرابې - ګرځې به نه سرتوره ، ځان پکې ښه راتاو کړه، - بيا وځه مست له کوره." بنجاري له هغوی وغوښتل، چې له ترانې يې هرڅه زده کړي وي هغه دې عملي او ترانه دې خپلو انډيوالانوته هم ووايي او خپله ولاړ بلې کوڅې ته. بله کوڅه: صادق دجميلې دچندروله پاره خطونه اېستلي وو، خو جميلې هغه کاږه وګڼل. پدې مهال بنجاري راغی او دصادق خطونه يې مستقيم وښودل. ماشومانو د مستقيم خط په اړه وپوښتل، بنجاري د خط کش په مرسته دکاغذ پرمخ يو خط رسم او هغه يې مستقيم وګاڼه.  | | | ددوو نقطوترمنځ لنډ واټن ته مسقيم خط وايي ، ددېوال دسرخط او دصبر ونه يې هم بېلګې دي. |
نوموړي ماشومانوته ددېوال دسرخط مستقيم وباله اوالهام بيا دصبر ونه ياده کړه، چې دمستقيم خط په څېرده. بنجاري له ماشومانو وغوښتل، چې په خپل چاپېريال کې دمستقيم خط بېلګې پيدا اويوبل ته دې ووايي. |