محمد انور اندړ دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | دمنارپه يوه اړخ په کوفي خط د الله (ج) نومونه اوپه بل اړخ يې دمعمار نوم ليکل شوی دی. |
حميدې او نعيم ته لالوماما ديوډول پخوانۍ ګاڼې په اړه دريڅه پرانيستې وه چې دماڼۍ په يوه دالېزکې دحميدې سترګې دمنارونوپه تصويرونو ولګېدې. حميدې دمنارونوپه اړه له لالوماما څخه وپوښتل. لالو هغه دغزني منارونه ياد کړل او په اړه يې ماشومانوته يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه : په دريڅه كې د ماڼۍ خبريال دا منارونه (٨٠٠) کاله پخواني وګڼل چې د غزنوي شاهانو په دورې پورې اړه لري. خبريال ديومنار لوړوالی(٢٥) متره وښود چې د سلطان محمود غزنوي د لمسي ،درېيم سلطان مسعود،په زمانه کې جوړ شوی دی. دويم منار د بهرام شاه غزنوي په وخت كې ودان شوى دى. دمنارپه يوه اړخ په کوفي خط د الله (ج) نومونه اوپه بل اړخ يې دمعمار نوم ليکل شوی دی.  |  دغزني منارونه اته سوه کاله پخوا دغزنويانوپه دوره کې جوړشوي دي.  |
دا منارونه له پخوخښتو څخه جوړ شوي دي اوپه منځ کې يې مارپيچ ډوله زينه ده چې سړی په آسانۍ سره دمنارسرته ورپورته کيدای شي. ددريڅې تر تړلو وروسته لالو ماما دماشومانو دلا خوښۍ لپاره دټوکې اورېدو په په موخه يوه بله دريڅه پرانيستله. |