|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: مشوره | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اسد او شاکره د ماڼۍ په انګړ کې دلالوسره مخ شول، تر روغبړ وروسته دهغه په لاس کې عکس داسد پاملرنه ځانته ور واړوله او په اړه يې وپوښتل. لالو ماما هغه دکعبې شريفې تصوير وباله او دماڼۍ دالېزونو ته تر ننوتلو وروسته يې د هغوئ په غوښتنه پدې اړه يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه : په دريڅه کې مرجان کاکا ليلااو جانان ته هغه ځای ، چې کعبه شريفه پکې ده، د سعودي عربستان دمکې ښار وباله. له دې ځايه واورئ! هغه وويل چې په تور پوښ باندې پوښل شوې ودانۍکعبه ده چې پوښ يې له ورېښمو جوړ شوی او هر کال نوی کيږي. د کعبې دپوښ په برنۍ برخه کې سپينه ليکه،چې طلايي ليکنه پرې شوې، د کعبې کمر بند دی، چې دقرآن کريم آيتونه ورباندې ليکل شوي دي مرجان کاکا د کعبې لوړوالی نږدې(١٥) متره ، اوږدوالی يې (١١) متره اوعرض يې (١٠) متره ياد کړچې ديوالونه يې له تورو ډبرو څخه جوړ شوي دي. کعبه شريفه دځمکې پرمخ تر ټولو لومړنۍ ودانۍ اودمسلمانانو عبادت ځای دی، چې آدم عليه السلام و دانه کړې ده.
کعبه له کعب څخه اخيستل شوې چې په عربي ژبه کې څلور کنجې کوټې ته وايي او عرب ددرناوي وړ ځای ته هم کعب وايي. کعبې ته بيت الله شريف هم وايي ځکه چې الله (ج )په قرآن کريم کې په همدې نوم ياده کړې ده . کعبه د مسلمانانو قبله او هر کال د نړی له بېلابېلو ملکونو بې شمېره مسلمانان د حج لپاره راځي او د هغوی تر ټولو ستر دمشورې ځاى هم دى. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||