|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: ځوان شاعر | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
محبوب او فاطمه لالو لږ څه ناوخته ماڼۍ ته راغلل، لالو ماما ته يې وويل چې په لاره کې دجمهوري رياست ديوه تن کانديد دخبرو اورېدو ته تم شول. محبوب وويل چې دجمهوريت نوم يې اورېدلی، خو نپوهيږي چې څه ډول نظام دی، لالو ورته پدې اړه يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه : په دريڅه کې باباد فريدې او زمري ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په جمهوري نظام کې ولسمشر پخپله خلک ټاکي. دا نظام لومړى ځل د روم او يونان په هېوادونو کې را منځته شواو په افغانستان کې په ١٣٥٢ کال کې محمد داوود ددې نظام بنسټ کېښود. پدې نظام کې علم اوادب ته ډېره پاملرنه وشوه اويوډېرشمېر ځوان شاعران او ليکوالان ټولنې ته وروپېژندل شول. ددريڅې تر تړلو وروسته لالو ديوه ځوان ١٨ کلن شاعر يادونه وکړه اودماشومانو په غوښتنه يې دهغه په اړه بله دريڅه پرانيستله. دريڅه :
په دريڅه کې د مطيع الله ننګيالزي په نامه يوځوان شاعر ښکاري چې دخبريال دپوښتنې په ځواب کې يې ځان دغزني داندړواوسيدونکی وباله. نوموړی د سلطان شهاب الدين په ليسه کې زده کړې کوي، له پنځلس کلنۍ يې په شعرويلو پيل کړی او تر اوسه يې (٢٥٠)پارچې شعرونه ويلي دي. هغه وايي چې شعرونه يې اخلاقي او اجتماعي بڼه لري او ډېری يې دڅلو ريځو او قطعو په قالب کې دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||